شاته

جنوبي وزیرستان: وسله والو سره په نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی دی

افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې وسله والو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی دی.

د ګل یا دوشنبې په ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي دا پېښه د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې رامنځته شوې ده.

پوځ وایي امنیتي ځواکونو ته معلومه شوې وه چې په لدها کې ترهګرو خپله ځاله جوړه کړې ده اؤ دغلته پټ شوي دي اؤ چې کله ځواکونو د هغوي پرضد سیمه کې عملیات وکړل نو په دغه مهال ترهګرو سره نښته کې د محمد صابر په نوم یو پوځي ووژل شو.

پوځ پخپل بیان کې نه ده روښانه کړې چې دغه نښته کې ترهګرو ته هم څه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه؟

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې په شمالي وزیرستان کې هم ترهګرو سره نښته کې پوځ د خپلو دوؤ عسکرو د وژل کیدو اؤ دوؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ.

د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي آر پخپل بیان کې دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره نښټه کې یې دوه وسله وال هم وژلي دي.

همدا شان د خالي یا شنبې په ورځ دبره دیر براول سیمه کې د یو امنیتي چیک پوسټ ترڅنګ دپوځ ګاډی ترهګرو په چاودیدونکو موادو الوځولی ؤ چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان په غاړه اخستې ده.

د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي، وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده.

رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي.

د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي.

د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00