شاته

یونیسف: دریو میاشتو کې ۱۴۰ زره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه شوې

د ملګروملتونود ماشومانو د ملاتړ اداره " یونیسف" وايي، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې په خوارځواکۍ د اخته ۱۴۰ زره افغان ماشومانو درملنه کړې ده.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (جوزا ۱۰) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر دغو ماشومانو د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مارچ د میاشتې تر پای پورې د سختې خوارځواکۍ درمل او خوراکي توکي ترلاسه کړي دي.

ددې دمخه یونیسف افغانستان د ماشومانو لپاره د بحران د یو مرکز په توګه یاد کړی و.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د افغانستان شاوخوا ۹۰ فیصده وګړي د لوږې سره مخ دي، چې په دې شمیر کې ماشومان په دغه هیواد کې د لوږې د بحران سره مخ دي.

د ملګرملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د اټکل پر اساس تمه کیږي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به ۲.۳ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ شي، چې ددې ډلې ۸۷۵ زره یې درملنې ته اړتیا لري.

دمخه یونیسف افغانستان کې د بودیجې د کمښت ستونزې یادونه کړې وه او ویلي و، چې نشي کولی په دغه هیواد کې په سختې خوارځواکۍ اخته ۸۷۵ زره ماشومانو ته په روان کال کې مرستې برابرې کړي.

د ملګروملتونو ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس نړیوالې ټولنې تراوسه دغې ادارې ته د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۲ فیصده بودیجه برابره کړې او اوس هم دا اداره د خپلو پروګرامونو لپاره ۲۱ میلیونو نورو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرملتونو بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" تیره اونۍ وویل، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره ۷۱۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ملګرملتونو د دې کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه افغانانو ته د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره ۴.۶ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه، چې تراوسه ددغو پیسو ډیرې کمې یې برابرې شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نړیوالې دغه هیواد سره خپلې مرستې کمې کړي، چې د مرستو کمښت او د افغانستان په بانکي سګټور نړیوال بندیزونه ددې سبب شوي، چې په دغه هیواد کې د خلکو ژوند نور هم خراب شي او د هغو کسانو شمیر زیات شي، چې د ژوند د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستو متکي دي.

تیره میاشت د ملګروملتونو انکشافي پروګرام یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ۳۴ میلیونه وګړي د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي. یو این ډي پي په دغه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا اندازه شاوخوا ۱۵ میلیونو وګړو ته رسیدله.