د پاکستان د روس نه خام او ارزان تېل اخستل لاس ته راوړنه ده؟
واشنګټن (ډان) - د ډېر لم لېټ یا ځنډ وروستو پاکستان وتوانېدو چې د روس نه خام تېل په ارزانه بيعه واخلي. روس خپلو خام تېلو ته مارکيټ لټوي او پاکستان په ارزانو تېلو پسې ګرځي چې د پيسو ورکولو بوج پرې کم وي. دواړه خواوې په ګټه کې ښکاري.
څنګه چې ګڼ اړخيزه نړيواله ټولنه په جوړېدو ده او پاکستان د خپلو روايتي ملګرو چين، ايران، ترکي او سعودي عرب سره په ګډه غوره ګڼلې د چين په مشرۍ نوي نړيوال بلاک ته لاړ شي، دا به د پاکستان او روس تر منځ د سټرېټيجیک اړيکو جوړولو پله يو مهم ګام هم وي.
د دې کاروبار د پيل کولو نه وړاندې دواړه خواوې د تذبذب ښکار وې خو پاکستان چې د ايي ايم ايف او نورو مالي ادارو نه پور اخستلو ته سخته اړتيا لري و وېرېدلو چې دا ګام چرته امريکا ناراضه نه کړي.
روس په خپل ځای يقين نه کولو چې پاکستان به په ريښتيا هم د تېلو لوظنامه وکړي. اسلام اباد ته د روس د توانايۍ د وزير سفر او دغسې د نورو چارواکو د وړاندې وروستو ملاقاتونو پس ماسکو وغوښتل وړمبی دې پاکستان د ازمېښت په توګه يو کارګو واخلي.
د پاکستان د پيټروليم معاون وزير مصدق ملک چې تېره مياشت د لوظنامې لاسليک کول اعلانول نو ويلي يې وو که وړومبۍ پېره په کاميابۍ سر ته ورسېدله امکان دی پاکستان د روس نه 100,000 بيرله تېل د ورځې په حساب سره واخلي.
په داسې وخت کې چې د مارکيټ د نيولو منډې ترنډې روانې دي پاکستان به د روس سره د اوږدمهاله لوظنامې په ترڅ کې د خپلو روايتي ملګرو عربو هېوادونو سره څه کوي؟
دا وخت پاکستان د عرب ملکونو او په خصوصي توګه د سعودي عرب نه نزدې 154,000 بېرله تېل د ورځې په حساب اخلي.
ريښتيا دا دي چې نړيوال مارکيټ د بدلون په حالت کې دی او روس د بندېزونو په وجه ډېر مارکيټونه په خصوصي توګه يورپي مارکيټ د لاسه ورکړی دی.
سعودي عرب او نور عرب هېوادونه دغه تشه ډکوي خو د پاکستان روس پله تلل به په دې هېوادونو کوم بد تاثر خور نه کړي. دې هېوادونو د هند او روس تر منځ د تېلو په لوظنامو هم څه غبرګون ښودلی نه دی.
د هند او روس تر منځ د خام تېلو اخستلو کچه په فبرورۍ کې د ورځې په حساب 1.6 ميلين بېرل ته رسېدلې وه چې د عراق او سعودي عرب دواړو د شريکې سپلايي نه هم زياته ده.
پاکستان به د روس سره د لوظنامې نه څومره بچت وکړي دا ځانله يو بحث روان دی خو په دې حقله ډېرې ګنګوسې روانې دي. البته ويل کيږي پاکستان د دې پټې لوظنامې په اړه د روس په غوښتنه ميډيا ته تفصيل نه ښيي. ځينې سرچينې دعوه کوي پاکستان په 50 ډالره يو بېرل اخلي چې کاروباريان مني دا ډېر ارزان تېل دي.
د تېلو بيعه په کومو پيسو کې ورکړل شي دا ځانله بحث دی خو د پاکستان د توانايۍ وزير خرم دستګير خان بلومبرګ ته ويلي وو وړومبۍ پيسې په امريکايي ډالرو کې ورکړل شوي خو پاکستان به غواړي په راتلونکي کې ورکړه راکړه د چين په يان کرنسۍ کې وکړي.
البته يو حقيت ته به کتنه پکار وي چې د روس نه به کراچۍ ته د تېلو رارسول ګران قيمته وي ځکه دا وخت د خليج د هېوادونو نه 1,300 کيلوميټره فاصله ده خو د روس تر ټولو نزدې سمندري بندر د کراچۍ نه په 8,000 کيلوميټره واټن پروت دی چې د لارې خرڅ به د تېلو په نرخ د لس نه تر پينځلس ډالر پورې د بېرل په سر اثر پرېباسي.