شاته

مکرون: پلاستیکي خځلې نړۍ ته د 'پټ بم' په څېر دي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون خبرداری ورکړی چې پلاستیکي کثافاتو د "پټ بم" په څېر نړۍ له خطر سره مخامخ کړې ده.

هغه دا خبرداری د یو ویدیویي پیغام له لارې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (غبرګولي اتمه) د فرانسې پایتخت پاریس کې د پلاستیکي کثافاتو د مخنیوي په موخه د یو نړیوال کنفرانس په پیل کې ورکړی دی.

مکرون په دې پیغام کې وویل: "پلاستیکي کثافات یو پټ بم دی او په ورته وخت کې نن ورځ یو ناورین دی." هغه زیاته کړې چې له فوسیلي سونګ موادو جوړ شوي توکي نړیواله تودوخه لوړوي او د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو روغتیا ته خطر پېښوي.

په پاریس کې د ملګرو ملتونو د ښوونيزې، علمي او کلتوري ادارې (یونیسکو) په مرکزي دفتر کې په دغه پنځه ورځنۍ غونډه کې د ۱۷۵ هېوادونو استازي برخه لري او هڅه کوي چې تر راتلونکي کال پورې په نړۍ کې د پلاستیکي کثافاتو د مخنیوي په موخه د پلاستیک د تولید په اړه یو نړیوال تړون رامنځته کړي.

دا مهال په نړۍ کې په فابریکو کې هر کال شاوخوا ۴۶۰ میلیارده ټنه پلاستيک تولیدیږي. ددې پلاستيک یوازې لسمه برخه بېرته کارول کیږي.

د چاپیریال لپاره د ملګرو ملتونو پروګرام وايي چې دوی کولای شي چې په را روانو لسیزو کې د پلاستیک د بېا کارونې او د موجودې تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې سره د اتیا سلنې پلاستیکي خځلو مخه ونیسي.

د پلاستیکي خځلو څخه د توکو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.
د پلاستیکي خځلو څخه د توکو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي.

د لندن پوهنتون څېړونکي د انسانانو لخوا د تولید شوي پلاسټیک د له منځه وړلو د لارو چارو په اړه څېړنې کوي. پدې لارو چارو کې یوه یې د بیولوژیکي ټکنالوژۍ په کارونې سره د پلاستیک خوړونکو بکټریاوو را پیدا کول دي. دا داسې اله ده چې عضوي مواد ماتوي.

د کیمیاوي بیولوژي څېړونکی جېک جیفریز وايي، د وخت د سپما په موخه غواړي د پلاستیک د له منځه وړلو مصنوعي لارې چارې وکاروي.

ددغه نوښت ملاتړ کوونکي ټینګار کوي چې د پلاستیک د له منځه وړلو د اوږدمهالو هڅو لپاره د هیوادونو ملاتړ اړین دی.

په کینیا کې د چاپیریال ساتنې فعاله او د موي پوهنتون استاده ایرین مایتیا وايي چین، هند او سینګاپور هغه هیوادونه دي چې زیات نفوس لري او کله چې د پلاستیک د تولید خبره راځي دوی زیات پلاستیک تولیدوي.

نوموړې وايي: "که د پلاستیک له امله د چاپیریال د ککړتیا په اړه د یوې ژمنې، هوکړې او یا جدیت په اړه خبرې کوئ، ټول غړي هیوادونه باید وښيي چې دوی پدې اړه ژمن دي."

په فرانسه کې ددغې نړیوالې غونډې هم مهاله لاریون کوونکو له غونډې دباندې په نړۍ کې د پلاستیکي کثافاتو د مخنیوي دپاره د سمدستې اقدام کولو غوښتنه وکړه.