شاته

د یونان پنځه سرحدي پولیس د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي

په یونان کې مقامات وايي پنځه هغه سرحدي پولیس یې څارنوالۍ ته معرفي کړي چې له ترکیې څخه یونان ته د پناه غوښتونکو په قاچاق کولو تورن دي.

د یونان پولیس وايی چې دا کسان د دندو په مهال د بډې او له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوي دي. دوی د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۰ (جوزا نهمه) په څارنوالۍ کې حاضر شول.

پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په نیول شویو کسانو تور دی چې د یونان په شمال ختیځ کې د «دیدایموتیوچو» په سیمې کې یې د بې شمېره انسانانو د قاچاقو په ۱۲ قضیو کې مرسته کړې ده.

اعلامیه وايي: «یوه پلټنه ښکاره کوي چې دا افسران د اکتوبر له میاشتې راهېسې له هغو شبکو سره په تماس کې وو چې په ګاونډي هېواد کې یې فعالیت کاوه او د ادعا له مخې زموږ هېواد ته یې د غیر اروپايي خلکو د داخلولو چارې اسانه کولې.»

پولیس وایي چې د دې قضیې د ثبوت لپاره یې نژدې ۶۰ تیلیفونونه، ترکي لېره او د نورو اسیاسيي هېوادونو بانکنوټونه هم ترلاسه کړي دي.

په دې وروستیو کلونو کې له افغانستان، پاکستان او سوریې څخه زرګونه کډوال د ښه ژوند په هدف لویدیځې اروپا ته داخل شوي دي.

خو په سمندر کې د پولیسو د ګزمو له کبله پناه غوښتونکو ته سخته شوې ده چې په اسانه د اژه بحیرې څخه یونان ته داخل شي، اوس یې اکثریت د ایفرو سمندر په لار یونان ته د تللو هوډ کوي.

یونان تصمیم نیولی دی چې د دغه سمندر په څنډو کې په ۳۵ کلیو میتر کې د پنځو مترو په اندازه لوړ اوسپنیز دیوال جوړ کړي. یونان هوډ لري چې تر ۲۰۲۶ کال پورې دا دیوال ۱۰۰ کیلیو میتر ته وغځوي. اوس دا دیوال ۳۸ کیلو میتر ولاړ دی.