شاته

ایراني جنرال: له طالبانو سره د ایران جګړه نه کېږي

له طالبانو سره د ایران د سرحدي ځواکونو له جګړې وروسته د ایران یو لوړ پوړي جنرال امیر علي حاجي زاده ویلي دي چې دا شخړې باید لویې نشي.

د ایراني رسنیو د راپور په اساس، حاجي زاده د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۹ [جوزا اتمه] ادعا وکړه: «زموږ ډېر دښمنان په داسې پېښو پسې ګرځي چې یوه لویه موضوع جوړه کړي، په شخړې یې واړوي او جګړه جوړه کړي چې هېڅکله به داسې ونشي.»

څو ورځې مخکې د ایران د سرحدي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ په نیمروز کې جګړه وشوه چې د راپورونو په اساس دوه ایراني عسکر او یو طالب جنګیالی ووژل شول. دواړه هېوادونه یو بل د جګړې په پيلولو تورنوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو دغه جنرال په تهران کې د علم او صنعت په پوهنتون کې په خپلو خبرو کې له طالبانو سره دا شخړه کم ارزښته وبلله. هغه زیاته کړه: «دښمنان غواړي چې له افغانستان سره سرحدي شخړه په جګړې بدله شي؛ موضوع به مدیریت شي.»

نوموړي په ۱۳۷۷ کال کې د مزار په ښار کې د طالبانو له لوري د نهو ایراني دپلوماتانو وژلو ته هم اشاره وکړه. هغه وخت ایران شاوخوا ۱۰زره عسکر له افغانستان سره سرحد ته انتقال کړي وو. نوموړي وویل چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه پرېنښودل چې ایران له طالبانو سره جګړه وکړي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د یو امنیتي مقام له خولې راپور ورکړی دی چې ایراني ځواکونو د ایران خاورې ته د نشه يي توکو په داخل شویو قاچاق کوونکو ډزې کړې وي. دا راپور وايي چې طالبان له اصلي موضوع خبر نه وو او په ایراني ځواکونو باندې یې ډزې وکړي چې بیا جګړه وشوه. خو طالبان د ایران سرحدي ځواکونه تورنوي چې جګړه یې پیل کړې ده. طالبان وايي چې له هېڅ یو ګاونډي سره جګړه نه غواړي.