شاته

سعودي ۲ تنه په وسله وال فعالیت کې د لاس لرلو په تور اعدام کړل

سعودي عربستان دوشنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸) د بحرین دوه اتباع اعدام کړل چې د داسې یوې وسله والې ډلې د غړیتوب تور پرې و چې غواړي د منځني ختیځ دا دواړه هیوادونه بې ثباته کړي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې چې په سرکاري خبري اژانس کې خپره شوې، اعدام شوي کسان جعفر سلطان او صادق ثامر نومول شوي خو پدې هکله څه ندي ویل شوي چې دا کسان د کومې ډلې غړي و.

د حکومت په اعلامیې کې یوازې دومره ویل شوي چې ځانګړي جنایي محکمې دا دواړه تورن کسان د یوې وسله والې ډلې د غړیتوب، ګډوډۍ خپرولو او سعودي عربستان ته د چاودنو کولو لپاره د چاودیدونکو موادو د قاچاق کولو په تورونو کې مجرم ثابت کړي.

په اعلامیې کې د دې ډلې نوم ندی اخیستل شوی او نه یې د مشر په هکله څه ویل شوي خو دومره ویل شوي چې د دې ډلې مشري داسې یو شخص کوي چې په بحرین کې هم چارواکي یې په نیولو پسې لټون کوي.

د سعودي عربستان چارواکو تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی و چې دا دواړه تورن کسان په بحرین کې په غیبي محکمې کې د عمري قید په سزا محکوم شوي و او د بحرین تابعیت یې هم ترې اخیستل شوی و.

د سعودي حکومتي چارواکي وایي دا کسان په ۲۰۱۵ کال کې د بحرین – سعودي په ګډې پولې کې پداسې حال کې ونیول شول چې ۳۸ کیلو ګرامه RDX چاودیدونکي مواد، ۵۰ دانې پټاقۍ او د چاودنې لپاره مزي ورسره و.

د بحرین حکومت تر اوسه د خپلو دې دوو اتباعو اعدام کیدو په هکله څه ندي ویلي خو د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال اکټوبر په میاشت کې د دې دوو کسانو په محاکمې انتقاد کړی و او دا یې هم ویلي و چې پدې کسانو دا تور و چې په بحرین کې یې د حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

دې نړیوال سازمان چې مرکز یې په برتانیې کې دی ویلي چې جعفر او صادق د محاکمه کیدو څخه وړاندې د توقیف پر وخت او تحقیقاتو کې هیڅ ډول حقوقي استازیتوب نه درلود.

د محکمې د اسنادو له مخې دې دواړو اعدام شویو کسانو قاضي ته ویلي و چې شکنجه شوي او په زور اړ شوي چې پخپلو جرمونو اعتراف وکړي.

خو بل پلو بیا د سعودي شاهي دولت د شکنجې تورونه "په بشپړه توګه بې بنسټه" بللي سره لدې چې پدې هیواد کې نور زندانیان هم تر دې وړاندې د توقیف پر وخت شکنجه شوي.

دا دوه کسان د سعودي عربستان په ختیځ ولایت کې چې ډیری اوسیدونکي یې شعیه ګیان دي، اعدام شوي.

د بشري حقونو ادارو له مخې سعودي عربستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دي چې ډیر کسان پکې اعدامیږي او معمولاً پدې سزا کې د مجرم څخه سر پرې کیږي.

د بښنې نړیوال سازمان پخپل تازه راپور کې د روانې مې میاشتې په ۱۶ مې ویلي و چې تیر کال تر چین او ایران وروسته په سعودي عربستان کې ډیر کسان اعدام شوي و.

پدې راپور کې ویل شوي چې سعودي عربستان په ۲۰۲۰ کال کې ۱۹۶ کسان اعدام کړي و.

د راپور له مخې دومره ډیر کسان چې تیر کال سعودي عربستان اعدام کړي، په تیرو ۳۰ کالونو کې ساری نلري.

سعودي عربستان تیر کال ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي ډیر احتمال شته چې دغه ۸۱ کسان چې اعدام شوي، په عادلانه توګه به محاکمه شوي نه وي او دا کار یې د سعودي عربستان د "مستبدانه او ظالمانه واکمنۍ" څرګندی وباله.

دې ادارې ویلي چې په ۸۱ اعدام شویو کې ۴۱ یې د سعودي عربستان شیعه ګان وو چې د پخوا راهیسې ورسره د حکومت لخوا په سیستماتیکه توګه تشدد کیږي.

خو سعودي عربستان ویلي چې په اعدام شویو کې اوه یې د یمن او یو یې د سوریې وکړي وو چې د اسلامي دولت یا داعش، القاعدې ، حوثي یاغیانو او یا نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې اړیکې درلودې.