شاته

چین د متحده ایالاتو د دفاع وزیر سره د لیدو بلنه رد کړله

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوشنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸) ویلي چې د چین د دفاع وزیر لي شانګفول ته یې بلنه ورکړې وه چې په سنګاپور کې د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن سره وګوري خو چین دا غوښتنه رد کړې.

د پنټاګان ویاند برید جنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بلنه د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د چین چارواکو ته ورکړل شوې خو د "چین خلق جمهوریت متحده ایالاتو ته خبر ورکړی چې په روانې اوونۍ کې د دفاع وزیر لیوډ آسټن سره نشي کتلی".

ویاند ویلي چې د لیدو د بلنې نه منل به د چین پوځ سره د اړیکو غوښتلو لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ژمنتیا کمه نکړي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یو بل جګپوړي چارواکي د دې ملاقات رد کیدل د چین یوه بله پلمه وبلله او زیاته یې کړه چې چین د ۲۰۲۱ میلادي کال راپدیخوا تر لسو ډیر د دفاع وزیر او مهمو مشرانو سره د لیدو غوښتنې یا رد کړي او یا یې ځواب ورته ندی ویلی.

دې چارواکي همدرانګه ویلي چې چین څو ځله په ولاړه د خبرو اترو او نږدې لس ځله د کاري کچو ملاقاتونو غوښتنې رد کړي او یا یې ځواب ورته ندی ویلی.

د متحده ایالاتو حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د چین د دفاع په وزیر د روسیې لخوا د وسلو اخیستو له کبله بندیزونه ولګول خو پنټاګان وایي دا بندیزونه پدې معنی ندي چې هغه نشي کولي د ښاغلي آسټن سره رسمي کارونه پر مخ یوسي.


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د همدې روانې اوونۍ په پای کې په یوې غونډې کې سنګاپور ته ولاړ شي. آسټن تیر کال د جون په میاشت کې د دفاع وزیرانو په همدې غونډې کې د چین د پخواني دفاع وزیر وي فنګي سره کتلي و.

ښاغلي آسټن او ښاغلي وي په ۲۰۲۲ کال کې یو ځل بیا په کمبوډیا کې وکتل خو د دې ملاقات څخه وروسته د واشنګټن – بیجنګ اړیکې د تایوان او د جاسوسۍ یو بالون پر سر خرابې شوې چې د متحده ایالاتو جنګي الوتکو د دې هیواد په هوایي حریم کې وویشته او نسکوره یې کړه.

امریکایي چارواکو ویلي و چې د متحدو ایالتونو په حریم کې د دغه بالون پرواز د چین له لوري د امریکا د "ملي حاکمیت نه منونکی نقض" دی.

خو چین بیا ادعا کوله چي وېشتل شوی بالون یوه غیر نظامي بېړۍ وه چې د ساینسي او علمي تحقیقاتو لپاره کارول کېده او له خپلې اصلي لارې څخه اوښتې وه.