شاته

په پاکستان کې د واورې ښویدو له کبله ۱۱ تنه مړه شوي‌  

په پاکستان کې د پولیسو مقامات وايي چې د واورې ښویدو په یوې پېښې کې د یو څلور کلن ماشوم په ګډون ۱۱ تنه مړه شوي‌ او ۲۵ نور ژوبل دي.

مقامات وايي مړه شوي‌ او زخمیان کوچیان دي چې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د تللو په وخت کې د غره له ډډې څخه پرې واوره ښویدلې ده.

دا پېښه تېره ورځ مۍ ۲۷ (جوزا شپږمه) د چامبلي په سیمه کې د شونتر په سرحد کې، چې د ګلګت بلتستان د استور سیمه له ازاد کشمیر سره نښلوي، رامنځ ته شوې ده.

د ګلګت بلتستان د پولیسو یو لوړ پوړي مقام زیارت علي وویل چې په مړو کې څلور ښځې او یو څلور کلن ماشوم شامل دي. دوی له خپلو څارویو سره یو ځای د ازاد کشمیر له کیل څخه استور ته تېرېدل چې واورو لاندې کړل.

په سیمه کې د پولیسو مشر طفیل میر وویل چې د ژغورونې ډله د پېښې ځای ته نشي تللای او د پاکستان پوځ په دغه برخه کې مرسته کوي. د ژغورنې په سختو عملیاتو کې دوه هلیکوپترونو هم برخه اخیستې وه. زیارت علي وویل چې مړه شوي کسان امبولانسونو ته انتقال شوي دي.

عیني شاهدان وايي چې د سیمې خلک هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوې اعلامیې کې د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې په غوره ډول د زخمیانو درملنه وکړي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د ګلګت بلتستان اعلی وزیر خالد خورشېد د ګلګیت او سکردو سیمو په روغتونونو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

ګلګیت بلتستان یوه واورینه سیمه ده چې د اقلیم بدلون له کبله په کې وخت ناوخت دا ډول پېښې کېږي. ملګري ملتونه وايي چې د اقلیم بدلون له کبله د پاکستان په ګلګت بلتستان او خیبرپښتونخوا کې طبیعي یخچالونه اوبه شوي چې له کبله یې ۳۰۴۴ طبیعي جهیلونه جوړ شوي دي.

پاکستان په نړۍ کې د هغو لسو هېوادونو په منځ کې دی چې د طبیعي بحران له ډېر خطر سره مخامخ دی. تېرکال په دغه هېواد کې د سیلابونو له کبله شاوخوا ۱۷۰۰ کسان مړه شول او ۳۳ میلیون نور زیانمن شول.