شاته

کاناډا له متحده عربي اماراتو څخه ۱۰۰۰ افغان کډوال انتقالوي

کاناډايي چارواکو د افغان کډوالو د انتقال د بهیر د دوام په لړ کې له متحده عربي اماراتو څخه دغه هیواد ته د ۱۰۰۰ افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی او ویلي دي، چې د اوبوظبۍ څخه یو شمیر کډوال تورنټو ته هم رسیدلي دي.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر شان فریزر د شنبې په ورځ مۍ ۲۷ (جوزا شپږم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د متحده عربي اماراتو سره د کاناډا د بشري همکاریو په لړ کې نن ۲۸۰ افغان کډوال له اوبوظبۍ څخه تورنټو ته انتقال شوي دي.

شان فریزر ویلي: "دا د درییو الوتنو څخه دوهمه الوتنه ده، چې ددغو دوو هیوادونو د ګډې همکارۍ په پایله کې ۱۰۰۰ افغان کډوال کاناډا ته انتقالیږي...د متحده عربي اماراتو د همکارۍ څخه مننه کوم".

دمخه شان فریزر ویلي و، چې د کاناډا د بشردوستانه بیا میشت کیدو پروګرام کې زیاته پاملرنه ښځینه رهبرانو، بشري حقونو ملاتړو، مذهبي اقلیتونو، خبریالانو او نورو هغو افغانانو ته، چې د ګواښونو سره مخ دي کیږي. ددغه کاناډايي چارواکي د وینا له مخې کاناډا د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوالو ته د پناه ورکولو او په دغه هیواد کې د ځای پرځای کولو باندې کارکوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشتې کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي، کاناډا ته انتقال کړي. کاناډا تر اوسه ۳۶ زره افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې یو ویاند درې اونۍ دمخه امریکا غږ ته وویل: "کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۴۰زره افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې په برخه کې چې په نړۍ کې د بیامیشتیدو یو له سترو پروګرامونو څخه دی، په خپلې ژمنې کلکه ولاړ ه ده."

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشته شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې، په کاناډا کې د بیا میشتیدنې لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لاهم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي

د بیا میشتیدنې پروګرام د افغانستان او دریم هېواد څخه د چارټر شوي او سوداګریزو الوتنو له لارې ترسره کیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې یوازې امریکا نږدې ۱۲۴ زره افغانان ددغه هېواد څخه بهر ته انتقال کړي دي. خو اوس هم افغان کډوال په پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ځینو نورو هیوادونو لودیځو هیوادونو ته د اتقال لپاره شیبې شماري.

له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درېیمه) وویل: «موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده.»

هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه: «موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی.»

له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د متحدینو د انتقال بهیر د ۲۰۲۱ د جولاۍ په ۳۰ نېټه پیل شوه او د اګست په ۳۱ له افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه ووتل.