شاته

عمران خان د مذاکراتو غوښتنه کړې خو حکومت وایي دمذاکراتو موقعه یې بایللې ده

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان غوښتنه کړې ده چې ملک کې د روان وضعیت ارامه کولو اؤ ستونزې ختمولو لپاره دې دده دګوند سره خبرې وکړل شي خو هغه وایي چې کله هم دخبرو وړاندیز کوي نو پرضد یې نوره سختي پیل کیږي.

دعمران خان د مذاکراتو وړاندیز ته ځواب کې مرکزي وزیر سعدرفیق ویلي عمران خان دمذاکراتو له لارې دستونزو دهواري زرورینه موقعه بایللی ده.

دجمعې په ماسخوتن پخپله یوه ویډیوي وینا کې عمران خان ویلي هغه چې کله هم دمذاکراتو خبره کړې ده نو یوه بله مقدمه پرې درج کړل شوې ده اؤ پولیس ورپسې کور ته ورغلي دي.

"معلومه نه ده چې دا دکوم سوچ خلک دي،څوک چې دا ګڼي چې ګنې مونږ به ویرې نه په خبرو اترو ټینګار کوؤ اؤ په لږه شان سختۍ کولو به کښینو"

عمران خان وویل اوس هم وخت شته چې څوک باید دوي سره خبرې وکړي اؤ دخبرو له لارې ستونزې هواري.

دهغه وینا وه چې دطاقت په استعمال اؤ موجوده اقداماتو به هیڅ ونه شي اؤ دا چې هغه به دخپلې وروستۍ ساه پورې د دملک دحقیقي ازادۍ مبارزې ته دوام ورکوي.

"خو ماسره دا وخت فکر دپاکستان دی اؤ څوک چې په شریکه دا هرڅه کوي هغوي سره دملک هیڅ فکر نشته"

پخپله دې ویډیو وینا کې عمران خان دعوه کړې ده چې تر 10زرو زیات پلویان یې نیول شوي اؤ دګوند مشران یې مجبوره کړل کیږي چې دګوند نه لاسونه واخلي .

خو هغه دخپل ګوند پلویانو ته ډاډ ورکړو چې په داسې ګامونو به یې ګوند ختم نه شي اؤ وي ویل "ګوند هله ختمېږي چې نظریه ختمه شي اؤ دپي ټي ایي نظریه د ولس نظریه ده"

بل لوري ته دپاکستان دمرکزي کابینې وزیر خواجه سعد رفیق ویلي عمران خان د مذاکراتو د لارې دستونزو دهواري زرورینه موقعه پخپله بایللې ده.

دخپل ګوند پلویان ته په یوه وینا کې خواجه سعد رفیق ویلي دوي چې کله دتحریک انصاف مذاکراتي ډلې سره خبرې کولې اؤ ورته یې په ګډه دالیکشن دنیټې کولو وړاندیز کولو نو هغه مهال دعمران خان مذاکراتي ډلې عمران خان ته ویلي وؤ چې اکتوبر یا نومبر کې دانتخاباتو لپاره نیټه ټاکل پکار ده خو وایي عمران خان ضد کولو چې الیکشن په 14 مئ پکار دی اؤ داسې یې دمذاکراتو موقعه وبایلله.

دعمران خان پلویان اؤ دګوند مشران وروسته له هغې دسختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مئ دغبن په یوه قضیه کې عمران خان دنیب لخوا ونیول شو اؤ دګوند پلویانو یې ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه پیل کړل.

ددغو احتجاجونو په مهال مظاهرین په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ.

ددې ترڅنګ پاریدلو مظاهره چیانو ګاډي مات کړي وؤ او نورو سرکاري ودانيو ته پرې د تاوانونو اړولو تورونه لګول شوي وو.

تېره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلی وؤ ، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(دتحریک انصاف دمشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

دنهم مئ دپېښو نه راپدیخوا تر دې مهاله ګرد هیواد کې د پي‌ ټي ایي تر 50ؤ‌ زیاتو مرکزي اؤ صوبایي مشرانو اؤ د پارلیمان پخوانیو غړو د دغه ګوند د پرېښودو اعلانونه کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00