شاته

آی پي ایل: د ګجرات لوبډله بیا پای لوبې ته ووته

د هند غوره لیګ کرکټ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې د مومبای انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې د دې سیالیو پای لوبې یا فاینل ته لار ومونده.

د افغانستان مشهور ورو توپ اچوونکی راشد خان او ځوان لوبغاړی نور احمد لکڼوال دواړه د ګجرات په لوبډلې کې دي.

د جمعې مې ۲۶ (غبرګولي۵) په لوبې کې د ګجرات لوبډلې په شلو اورونو کې ۲۳۳ منډې وکړلې. تر ټولو ډیرې منډې شوبمن ګیل کړې وې. هغه په ۶۰ توپونو ۱۲۹ منډې کړې، ۱۰ شپږیزې او ۷ څلوریزې یې هم وهلې وې.

د لوبې غوره لوبغاړي هم همدا ګیل شو.

په ځواب کې د مومبای انډینز لوبډله چې پنځه ځله یې د دې سیالیو اتلولي ګټلې د لوبې په ۱۹ اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځیدل او لوبه یې د ۶۲ منډو په توپیر وبایلله.

راشد خان په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي یې وسوځول. خان پخپل لومړني اور کې تیلک ورما پداسې حال کې وسوځاوه چې په ۱۳ توپونو یې ۴۳ منډې کړې وې.

راشد خان همدارانګه په خپل وروستي اور کې ټیم ډیوډ وسوځاوه چې په سوځیدو یې د سیالې لوبډلې د لوبې ګټلو هیلې هم ختمې شوې.

د ټېم ډیوډ په سوځیدو سره د مومبای د لوبډلې د ګټلو هیلې ختمې شوې.
د ټېم ډیوډ په سوځیدو سره د مومبای د لوبډلې د ګټلو هیلې ختمې شوې.

نور احمد بیا په څلورو اورونو کې ۳۵ منډې ورکړلې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

ټاکل شوې چې د ګجرات ټایټنز او چنای سوپر کنګز د لوبډلو تر منځ د روانو سیالیو وروستۍ یا فاینل لوبه یکشنبه مې ۲۸ د احمد آباد په همدې لوبغالي کې وشي.

د چنای لوبډله چې مشري یې د هند پخوانی کپټان منهدرا سینګ دوهني کوي څلور ځله یې د دې جام اتلولي ګټلې خو د ګجرات لوبډله بیا پدې سیالیو کې نوې ده او دا یې دویم ځل دی چې پدې سیالیو کې برخه اخلي.

د ګجرات لوبډلې تیر کال چې لومړی ځل یې و د هند غوره لیګ په سیالیو کې شامله شوې وه، د اتلولۍ جام وګاټه. د دې لوبدلې کپتان هاردیک پانډیا دی او مرستیال کپتان یې راشد خان دی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.