شاته

د لوبو له میدانه؛ د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د سریلانکا پر وړاندې درېیو یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس هندوستان ته په یوه رسمي سفر تللی دی.

د آی پي ایل سیالیو پایلوبې ته د ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز لوبدلو لار موندلې.

افغان کرکټ بورډ دا ځل د میرویس نیکه په نوم درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي.

د مرکزي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ښې لوبې کړي.

د ازادي راډيو سپورټي خبریال بختیار ساحل د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درېیو یو ورځنیو سیالیو ته د افغان لوبډلې د چمتوالي په تړاو د لوبډلې له مرستیال روزونکي رییس خان احمدزي سره ځانګړې مرکه کړې ده.

خپرونه کې نور مطالب هم شته، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:23:10 0:00

اړوند مطالب