شاته

د پاکستان په کمپونو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي ثانوي ښوونځي نلري

په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو کې اوسېدونکي یو شمېر افغانان وايي ماشومانو ته یې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو زمینه نده برابره.

دا افغانان وايي، په موجوده ښوونځیو کې د افغانستان نصاب نه تدریس کیږي او ماشومانو ته یې پښتو او دري ژبې نه ښوول کیږي.

د کډوالو د ادارو د اټکل له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان ژوند کوي چې شاوخوا نیمايي یې کډوالو ته په ځانګړیو شویو کمپونو کې اوسیږي.

د پاکستان په مختلفو برخو کې په دغو کمپونو کې، چې شمېر یې ۵۷ ته رسیږي، اوسېدونکي وايي د هلکانو ترڅنګ نجونې هم له ثانوي زده کړو محرومې پاتې دي.

که څه هم په دې کمپونو کې د یو شمېر مرستندویو موسسو لخوا د ثانوي زده کړو موقتي کورسونه پیل شوي، خو کډوال وايي، دا کورسونه یې د ماشومانو تعلیمي اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د افغانو کډوالو په کمپ کې د نجونو لپاره په لنډمهاله کورس کې یوه افغانه کډواله په ماته ژبه د پاکستان تاریخ لولي چې په اردو ژبه لیکل شوی او نورې یې اوري.

ددغه کورس زده کوونکې عایشه وايي: "زه له زده کړو سره ډېره مينه لرم، شپږ کاله زه له ښوونځي بهر وم. اوس دوه کاله کیږي چې ما دا کورسونه پیل کړي. زه غواړم زده کړه وکړم چې ډاکټره شم او د خلکو سره مرسته وکړم."

په دغه لنډمهاله کورس کې د پاکستان د ښوونځیو نصاب تدریس کیږي. د کمپ اوسېدونکي په نصاب کې د دري او پښتو ژبو په نشتوالي ناخوښ دي.

یوه بله زده کوونکې نوریه پروېز وايي: "په دې ښوونځي کې موږ په اردو ژبه زده کړه کوو، زموږ ښوونکي هم په اردو خبرې کوي، خو زموږ خپله ژبه پښتو ده."

په پېښور کې د افغان کډوالو عالي کمېشنر محمد عباس خان وايي، د پاکستان حکومت او د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر له مالي ستونزو سره مخامخ دي، چې له امله يې کډوالو ته د ثانوي زده کړو زمينه نه ده برابره شوې. نوموړی ډاډمن دی چې ډېر ژر به د کډوالو د ښوونځیو په نصاب کې پښتو هم شامله شي.

محمد عباس خان وايي: "زه غواړم چې ژر تر ژره په کمپونو کې ثانوي زده کړې پیل شي او د دوی د ژبې د ستونزې د حل لپاره موږ په نصاب کې د دې لپاره د جلا مضمون د شاملولو هڅه کوو."

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.