شاته

وزیراعظم شهباز شریف: د مې نهمې نېټې په واقعاتو کې ککړ کسان نه بخښل کیږي

واشنګټن (وي او اې اردو) - د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي چې د مې میاشتې د نهمې نېټې په واقعاتو کې ککړ یا ملوث کسان نه معاف کیږي. شهباز شریف د ګل/دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلې په غونډه کې وویل چې هغه پخپل زړه کې د هېچا دپاره کینه یا د انتقام حس نه ساتي، مګر هغه کسان به ضرور عدالت ته راکاږي چې د مې میاشتې د نهمې نېټې په پېښو کې یې لاس درلود.

شهباز شریف پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې که په دې معاملې کې د چا سره رعایت وشي، نو دا به د ملک لوی نقصان وي.

وزیراعظم شریف دا خبره هم وکړه چې عمران خان کله چې وزیراعظم و، نو د پوځ اوسنی سرلښکر جنرل عاصم منیر یې په دې وجه د آی اېس آی استخباراتي ادارې له مشرۍ نه ګوښه کړ چې هغه یې د مېرمنې کرپشن ښکاره کولو.

د شهباز شریف وینا ده چې عمران خان په دې خبره په غوسه شو او جنرل عاصم منیر یې د ډي جي آی اېس آی له عهدې لېرې کړ.

پروېز الهي: د عمران خان د بیانیې ملګری یم، مګر خواهش مې دا دی چې د پوځ سره تعلقات ښه وي

چوهدري پروېز الهي
چوهدري پروېز الهي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب پخوانی اعلی وزیر چوهدري پروېز الهي وایي چې د عمران خان د بیانیې ملګری دی، مګر خواهش یې دا دی چې د پوځ سره تعلقات ښه پاته وي. پروېز الهي وایي چې عمران خان د هغه سره خپلې څو څو وعدې پوره کړي، نو له دې مخې په سختو حالاتو کې د هغه سره اودرېدلی دی.

چوهدري پروېز الهي د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان کې وویل چې له تحریک انصاف ګوند څخه د چوهدري وجاهت حسین لاره بېلول، کوم د خفګان خبره نده او نه هم د هغه نه څه ګېله کوي، بلکې وجاهت حسین به دا فیصله خپلو حالاتو ته په کتلو سره کړې وي.

د یادونې وړ ده چې د چوهدري پروېز الهي د ډلې ملګري چوهدري وجاهت حسین د ګل/دوشنبې په ورځ یو پرېس کنفرنس د لارې اعلان وکړ چې نور د پي ټي آی یا تحریک انصاف سره ملګری ندی او خپله لاره یې جدا کړله.

د پاکستان مسلم لیګ (ق) پخوانی رهنما وجاهت حسین پخپل کنفرانس کې وویل چې د مې د نهمې نېټې د واقعاتو نه وروستو، هغه د پي ټي آي ملګری نشي پاته کېدلی.

ښاغلي وجاهت حسین وویل چې د هغه د خاندان ځینو وګړو ګني غلطې فیصلې کړي او امید لري چې هغوی به هم خپلې فیصلې بدلې کړي.

چوهدري وجاهت حسین وویل چې چوهدري شجاعت حسین لوی زړه لري او هغه کسان بېرته قبلوي کوم چې پارټي یې پرېښودلې وه.

د مې نهمې نېټې د واقعاتو په مذمت کې د قامي اسمبلې قرارداد

د پاکستان قامي اسمبلې د مې میاشتې د نهمې نېټې د واقعاتو، چې په کې مختلفو ښارونو کې په پوځي تنصیباتو باندې د ورانکارۍ او اور اچولو حملې وشوې، د دې په مذمت کې یو قرارداد منظور کړ.

د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د ګل/دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلې په غونډه کې دا قرارداد پېش کړ چې په کثرت رآیو سره منظور کړی شو.

د قامي اسمبلې په اېوان کې د خبرو په مهال، خواجه آصف وویل چې په پوځي تنصیباتو باندې حمله کول، په حقیقت کې په پاکستان باندې حمله کول و.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان په هوایي اډو باندې اول ځل هندوستان حمله کړې وه، مګر دا ځل د یو پخوانی وزیراعظم پلویانو د پاکستان په هوایي اډو حمله وکړله.

پي ټي آی د آرټيکل 245 لاندې پوځي تعینات، په سپریم کورټ کې چلېنج کړي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آي) د وفاقي حکومت هغه ګام په اعلی عدالت کې چلېنج کړی چې د آرټیکل 245 لاندې یې پوځ ته د امن قایمولو حکم کړی و.

د وي او اې د اردو څانګې خبریال عاصم علي رانا وایي چې د ګل/دوشنبې په ورځ د پي ټي آی له خوا په سپریم کورټ کې یو درخواست دایر کړی شو، په کوم کې چې د تحریک انصاف د کارکنانو په ضد د سختو اقداماتو د غیرقانوني ګرځولو غوښتنه په کې شوې ده.

تحریک انصاف پخپل درخواست کې ویلي دي چې د دې ګوند د کارکنانو په کورونو چاپې وهل، تشدد، د هغوی نظربندي، او په پوځي عدالتونو کې د هغوی په خلاف کاروایي کېدل غیرآئیني دي.

د تحریک انصاف د جانب څخه بېرسټر ګوهر خان، بېرسټر عزیر کرامت بهنډاري او بېرسټر محمد شریف جنجوعه په سپریم کورټ کې دا درخواست پیش کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00