شاته

تاجران: د سکرو د قيمتونو سېوا کېدو له امله د خښتو بټۍ په ټپه ودرېدلي

په خېبر پښتونخوا کې د خښتو کاروبار یانو ویلي چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ د غورځېدو او د تېلو قيمتونو سېوا کېدو له امله د بهرنۍ او کورنۍ کوېلو يا سکرو د قيمتونه څو چنده زيات شوي چې له وجې يې د دوی روزګار د زيان سره مخ شوی دی.

د خښتو د بټو مزدوران وايي چې وړاندې خښتې ارزانې وې نو خلکو به زياتې اخستي او د دوی مزدوري پکې زياته کېده خو اوس خلک هغه هومره خښتې نه اخلي چې له کبله يې د دوی دياړي هم اغېزمنه شوې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د خښتو د بټو ملکان وايي چې د روپۍ په مقابله کې د ډالر د قيمت سېواکېدو او مخ په زياتېدونکې ګرانۍ له وجې د بهرنۍ کوېلې ترڅنګ د کورنۍ کوېلي قيمت هم په تېر دوه کالو کې څو چنده سېوا شوې او د دوی روزګار يې اغېزمن کړی دی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د مردان ضلعې د خښتو د بټو د اتحاديې مشر اياز خان وويل، " د ډالر سېوا کېدو له وجې هغه رېټونه دې حد ته ورسېدل چې کومه کوېله مخکې په 8000 روپۍ ټن مېلاوېده هغه اوس په 30،000 او 35،000 زره روپۍ ټن مېلاوېږي، ځايي کوېله چې کومه په 18،000 ټن وه هغه اوس په 45،000 زره روپې ټن مېلاوېږي".

د خښتو کاروبار کوونکي وايي وړاندې چې د ډالر بيه کمه وه نو د افغانستان، انډونيشيا او نورو هېوادونو څخه به يې په لوی کچه معياري کوېله درامد کوله چې په کم مقدار کې به يې زياتې خښتې تیارولې.

ايازخان زياته کړه چې د ګرانې کوېلې او نورو خرچو سېوا کېدو له کبله د دوی ګټه په تاوان بدله شوې او اکثره مالکانو خپل روزګارونه ودرولي دي.

"دا محدوده علاقه ده، جلاله، هتيان او لوندخوړ په دې سيمه کې نزدې 36 بټۍ دي او په هغو به اوس يوازې درې بټۍ روانې وي او نورې بندې شوي دي".

د اتحاديي غړي وايي د هېواد نورو صوبو په څېر په خېبر پښتونخوا کې هم دا روزګار د صنعت درجه لري او په زرګونو شمېر کې ځايي خلک په دې بټو کې د خپلو کورنيو لپاره معاش ګټي.

په يوې بټۍ کې د ټرېکټر ډرايور ظهورشاه وايي چې د خښتو کاروبار متاثره کېدو له امله د دوی دياړي هم اغېزمنه شوې چې له امله يې د خپلو خرچو پوره کولو لپاره په قرض اخستو لاس پورې کړی دی.

د خښتو کاروباريان وايي که چري حکومت دې روزګار ته توجه ورنه کړه نو دا صنعت به په ټپه ودرېږي او نه يوازې په پښتونخوا کې بلکې د هېواد په نورو برخو کې به هم په لکونو شمېره کې خلک بېروزګاره شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00