شاته

قضايي کميشن د اډيو ليکس پلټنې پېل کړې، عمران خان يې په ضد سپريم کورټ ته تللى

د سپريم کورټ د جسټس قاضي فايز عسيا په مشرۍ عدالتي کمېشن پاکستان کې د مبينه اډيو ليکس د پلټنو عمل پېل کړی دی. خو بل لور ته پاکستان تحریک انصاف ګوند د ياد کمېشن په اړوند سپريم کورټ ته خواست کړی چې دغه کمېشن غېر اييني وګرځوي.

دوه ورځې وړاندې مرکزي حکومت دغه کمېشن جوړ کړی وو د دې دپاره چې ياد کمېشن به د پنجاب د مخکني وزيراعلا چودري پروېز الهي او د سپريم کورټ د يو جج د مبينه اډيو، او دغې سره اړوند نورو اډيوز چې مخې ته راغلي، پلټنې به کوي.

د دې ترڅنګ ویل شوي کمېشن به د سپريم کورټ د چيف جسټس د خواښې او د يو وکیل د مېرمن هغه خبرې چې پکې په سپريم کورټ کې په روانو مقدمو خبرې شوي، او بيا د چيف جسټس د زوي او د هغه د دوست ترمنځ د خبرو هم پلټنې کوي.

پاکستان کې په وروستيو کې ځينې مبينه اډيوز په ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو چلېدلي او سختې نيوکې پرې شوې وې.

د جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ درې کسيزه کمېشن کې د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس عامر فاروق او د بلوچستان هايکورټ چيف جسټس نعيم اختر افغان شامل دي.

ياد کمېشن نن کارروايي پې کړې او د راپورونو ترمخه اټارني جنرل منصور اعوان د کمېشن په وړاندې حاضر شوی دی.

عدالت ويلي د کمېشن کارروايي به عامه کولی شي.

جسټس فايز عيسی په اورېدنه کې ویلي، کمېشن د کوم جج ضد کارروايي نه کوي او نه به وکړي دغه کمېشن به يواځې د رښتياو معلومولو دپاره جوړ کړی شوی دی.

هغه ويلي که يو څوک د اډيو يا خبرو نه انکار وکړي د هغه غږ به د پلټنو دپاره د پنجاب فارنزک ليبارټرۍ ته لېږلی شي.

نوموړي زياته کړې کمېشن به د سپريم جوډيشل کونسل په کار کې لاسوهنه نه کوي، او د کمېشن کارروايي بيا د 27 مې پورې ځنډول شوې ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند سپريم کورټ ته خواست کړی چې دغه کمېشن دې غېر اييني وګرځوي.

په خواست کې دريځ خپل کړی شوی چې د چيف جسټس د اجازې بغېر څوک عدالتي کمېشن نه شي جوړولی او نه ورته جج نومولی شي ځکه دغه کمېشن دې غېر اييني وګرځول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

خېبر پښتونخوا کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00