شاته

د آی پي ال د دویم پړاو لوبډلې معلومې شوې، د راشد او نوین لوبډلې په کې دي

د هند د کرکټ د لوی تجارتي لیګ [ای پي ال] د سیالیو لومړۍ مرحله نن یکشنبه مۍ ۲۱ (غوايي۳۱) د ګجرات ټایټنز په بري پای ته ورسېده او په دې سره د دویمې مرحلې څلور غوره لوبډلې څرګندې شوې.

د یکشنې د ورځې په لوبه کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه. د بنګلور لوبډلې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه چې د ګجرات لوبډلې په وروستي اورو کې پوره کړ.

په دغې لوبې کې ویرات کوهلي او شبمن ګیل سلیزې وکړې. افغان لوبغاړو نور احمد لکڼوال د بنګلور دوه او راشد خان یو لوبغاړی اوټ کړل.

د اولې مرحلې لوبې

د ای پي ال په سږني سیزن کې ۱۰ لوبډلې وې چې هرې یوې یې ۱۴ لوبې وکړې. په هرې بري سره دوې نومرې ورکول کېدې او څلور غوره لوبډلې په ترتیب سره د جدول سرې ته ولاړې. د ګجرات لوبډلې ۱۰ لوبې وګټلې او په جدول کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ. ورپسې چینايي سوپر کنګز، لکهنو سوپر جاینټز او ممبۍ انډینز ۸-۸ لوبې وګټلې چې په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم مقامونه ترلاسه کړل.

د دویمې مرحلې لوبې

د ای پي ال د اصولو په اساس، د اولې مرحلې د جدول لومړۍ مقام لوبډله به له دویم مقام سره لوبه کوي.

د دوی ترمنځ ګټونګې لوبډله به مخامخ پایلوبې [فاینل] ته وځي او بایلونکې به یې د درېیم او څلورم مقام لوبډلو ترمنځ د سیالۍ پایلې ته انتظار کوي.

د درېیم او څلورم مقام ترمنځ، بایلونکې لوبډله به له سیالیو بهر کېږي‌ او ګټونکې به یې د دویمې مرحلې د اولې لوبې د بایلونکې سره بیا لوبه کوي. د دوی ترمنځ ګټونکې به پایلوبې ته وځي.

د دویمې مرحلې لومړۍ لوبه د سه شنبې په ورځ د ګجرات او چینايي ترمنځ ده. دویمه لوبه یې د لکهنو او ممبۍ ترمنځ ده. د لکهنو په لوبډلې کې افغان لوبغاړی نوین الحق هم لوبېږي.

د دویمې مرحلې اخري لوبه به د جمعې په ورځ وي. د ای پي ال پایلوبه به د را روانې یکشنبې په ورځ د هند د احمد اباد په ښار کې وشي.

د ای پي‌ال په سږني سیزن کې پنځه افغان لوبغاړي راشد خان، نور احمد، رحمان الله ګربز، فضل حق فاروقي او نوین الحق لوبېږي.