شاته

بشري حقونو کمیسیون د ایران له خوا پر افغان کډوالو په لګیدلو محدودیتونو انتقاد کړی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر افغان کډوالو باندې په ځانګړي ډول په اصفهان ولایت کې د ایران د حکومت له خوا د نورو محدودیتونو په لګولو انتقاد کړی دی.

دغه کمیسیون، چې د پخواني رژیم د سقوط وروسته له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي د شنبې د ورځې ناوخته مۍ ۲۰ (ثور ۳۰) په یوه اعلامیه کې په ایران کې د افغان کډوالو سره ددغه هیواد چلند د تبعیض ډک چلند په توګه یاد کړی دی.

د بشري حقونو دغې ادارې ویلي، چې په ایران کې میشت افغان کډوال یوازې د سختو کارونو ترسره کولو اجازه لري او په نورو برخو کې د هغوی پر کار باندې محدودیتونه لګول شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي او د ایران د جمهوري اسلامي د حکومت او ددغه هیواد د نورو تشکیلاتو او جوړښتونو څخه په ټینګار او جدیت سره غواړي، چې ترڅو د کډوالو په برخه کې د بشري حقونو اصول او معیارونه رعایت کړي او په دغه هیواد کې د میشتو کډوالو په اړه په خپلو پالیسو بیا غور وکړي".

همداشان دغه کمیسیون د ایران په دننه او بهر کې د ټولو بشري حقونو د ملاتړ له ادارو هم غوښتي، چې په دغه هیواد کې دې د افغان کډوالو د بشري وضعیت د ښه کیدو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي ترڅو د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران حکومت د خپلو کړنو په برخه کې ځواب ورکولو ته اړ شي.

په عین حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ 'یو این ایچ سي ار' څخه په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې او په دې برخه کې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د رسمي شمیرنو له مخې اوس مهال په ایران کې شاوخوا څلور میلیونه افغانان ژوند کوي، خو ځینې راپورونو کې ویل شوي، چې په دغه هیواد کې د ۳۰۰ او ۵۰۰ زرو پورې نور افغانان هم په غیر قانوني ډول اوسیږي.

یوې سرچینې، چې د ځینو دلایلو له مخې یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه امریکا غږ ته وویل، چې تر ډیره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اندیښنې په ځای دي، خو زیاته یې کړه، چې محدودیتونه تر ډیره پر هغو افغان کډوالو باندې لګیدلي، چې په ایران کې د اوسیدانې لپاره هیڅ ډول قانوني اسناد نلري.

دغې سرچینې وویل، چې دا شمیر افغانان په ایران کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې له امله یې د ټولنیزو خدمتونو څخه هم ګټه نشي پورته کولی.

دغې سرچینې وویل: "دا ( محدودیت) تر ډیر هغو کسانو باندې دی، چې پیژاند پاڼې نلري او په حقیقت کې د یو کور څخه د استفادې اجازه ( کرایې لپاره) یو سم او ښه کار ترلاسه کولو اجازه نلري، د همدې له امله دا اندیښنه تر ډیره هغو کسانو په اړه ده، چې پیژند پاڼې او نور اړوند اسناد نلري".

خو ددغې سرچینې د وینا له مخې هغه افغان کډوال، چې د پيژندګلوۍ کارتونه او نور اسناد هم لري هغوی هم د وضعیت څخه سل په سلو کې راضي نه دي.

یو شمیر کارپوهان دا ګڼي، چې د نړیوالو بندیزونو له امله په ایران کې اقتصادي بحران ددې سبب شوی، چې دا هیواد کډوالو ته هرکلی ونه وايي او همدارنګه د ایران د حکومت او د طالبانو ترمنځ د هلمند د اوبو د ویش په سر وروستۍ ناندرۍ هم په دغه هیواد کې د افغان کډوالو په وضعیت باندې ناسمه اغیزه کړې ده.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو دمخه په ایران کې د میشتو افغان کډوالو شمیر ۳.۴ میلیونو ته رسیده، چې ددغه شمیر شاوخوا دوه میلیونو پورې کسان په دغه هیواد کې په غیر قانوني ډول اوسیدل.

خو د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې په تیرو شاوخوا دوو کلنو کې په سلګونو زره نور افغان کډوال هم ایران ته کډه شوې دي.

افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دي، چې زیات شمیر وګړي یې د اوږدو کلنو راهیسې په بهرنیو هیوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي. خو پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته د کډوالۍ بهیر ډیر چټک شوی دی.

بیکاري، د نیولو او انتقام اخیستلو ویره، د طالبانو سخت قوانین او یو ښه ژوند ته لاس رسی هغه دلایل دي، چې افغانان په ځانګړي ډول ځوانان له خپل هیواد څخه بهرنیو هیوادونو ته په غیر قانوني او سختو لارو کډه کولو ته هڅوي.