شاته

طالبان: سمنګان کې د یو هلیکوپټر د لویدلو پیښه کې دوه پیلوټان وژل شوي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سمنګان ولایت د خلم په ولسوالۍ کې د یکشنبې د ورځې په سهار د یو "MD-530" هیلکوپټر د پریوتو په پیښه کې ددغه هلیکوپټر د دوو پیلوټانو وژل کیدل تائید کړي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له خوا د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۱ (جوزا اول) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا هلیکوپټر د ګزمې په حال کې و، چې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند د سیغان په سیمه کې د بریښنا له مزي سره یې ټکر وکړ.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "نن سهار شاوخوا نهه بجې د هېواد د هوايي ځواکونو یوه MD-530) ډوله) الوتکه د ګزمې اجرا کولو په موخه د مزارشریف له هوايي ډګر څخه د سمنګان ولایت پر لور روانه وه، چې د ياد ولايت د خلم ولسوالۍ اړوند سيغان سيمه د تخنيکي ستونزې له امله د برېښنا له لوړ ولتاژ لين سره د ټکر په پايله کې ولوېده. چې په نتيجه کې د دغې الوتکې دوه تنه پيلوټان شهيدان شول."

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې ددې پیښې پلټنې یې پیل کړي دي. دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو د هوايي ځواکونو یو هلیکوپټر پریوځي، ددې دمخه هم تیرمیلادي کال کې لږ تر لږه دوه هلیکوپټرونو په ورته دغسې پیښو کې سقوط کړی و.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته د بلیک هاک امریکايي هلیکوپټرو په ګډون په لسګونو هلیکوپټر او ځینې ترانسپورټي الوتکې د طالبانو ته لاس ورغلي دي، چې اوس ددغې ډلې له خوا ترې کار اخیستل کیږي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو او د ناټو د غړو هیوادونو د ځواکونو څخه د پاتې شوو پوځي الوتکو په ګډون د یو شمیر زیاتو پوځي وسایطو د ترمیم په اړه په پرله پسې ډول رپوټونه خپاره کړي دي.

د پوځي چارو ځینې کارپوهان داګڼي، چې د پوځي الوتکو او هلیکوپټرونو ترمیم پرزو ته اړتیا لري، چې کیدای شي د طالبانو د دفاع وزارت د پرزو د ستونزې سره ژر یا وروسته مخ شي.

په افغانستان کې امریکا د متحده ایالاتو او ناتو له خوا ددغه هیواد څخه د ځواکونو د وتلو وروسته د پاتې شوو الوتکو، پوځي وسایلو او وسلو په اړه په نړیواله کچه اندیښنې شته دی.

د روسیې په ګډون ځینې هیوادونو اندیښنه ښودلې، چې کیدای شي دغه وسلې به په افغانستان او سیمه کې د تروریستي ډلو لاس ته ورشي او هغوی به د خپلو اهدافو لپاره ورڅخه کار واخلي.

ددغو اندیښنو په لړ کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت د اپریل ۲۴ ( ثور څلورم) وویل، چې دغو وسلو ته د تروریستانو د زیات لاس رسي او د سیمې په کړکیچنو برخو کې ورڅخه د کار اخیستلو احتمال شته دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ماریا زخارووا، مسکو کې خبریالانو ته وویل: "دا به د روسیې لپاره د تعجب وړ نه وي، چې دغه وسلې ژر د سیمې د کړکیچ تر اغیزو لاندې برخو او نورو ځایونو ته ورسیږي".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوو پرمختللو وسلو ته لاس رسی پیدا کړی او له دغو وسلو څخه د پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې کار اخلي.

د پاکستان د دفاع وزیر امریکا غږ سره په یوه وروستۍ مرکه کې ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې وسله وال د شپې د دوربینونو په ګډون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوو ځینو وسلو او تجهیزاتو څخه کار اخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د راپورونو له مخې د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ۱۸.۶ میلیادر ډالرو په ارزښت نظامي وسایل د امریکا لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

اټکل کیږي چې د ۷.۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل چې الوتکې، مهمات، نظامي موټر، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، په افغانستان کې پاتې شوي او طالبانو ته په لاس ورغلي.