شاته

وسله والو د پاکستان پولې ته نږدې پنځه ایراني پوله ساتونکي وژلي 

د ایران دولتي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۱ (غوایي ۳۱) راپور ورکړ چې پنځه ایراني پوله ساتونکي د پاکستان پولې ته څېرمه له یوې نامعلومې وسله والې ډلې سره په نښته کې چې غوښتل یې دغه هېواد ته ننوځي وژل شوي دي.

د ایران د قضایه قوې ویبپاڼې د یو سیمه ییز څارنوال له قوله ویلي چې دا پوله ساتونکي د سیستان او بلوچستان ایالت په سراوان ښارګوټي کې وژل شوي دي.

دا سیمه د پلازمېنې تهران د سویل ختیځ په ۱۳۶۰ کیلومترۍ کې پرته ده او راپور زياتوي چې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او له سيمې تښتيدلي دي، خو کره شمېر يې نه دى څرګند کړى.

په فقر ځپلی سیستان-بلوچستان، چې له افغانستان سره هم پوله لري، د نشه یې توکو د قاچاق وړونکو ډلو او همدارنګه د بلوڅ اقلیت او سني مسلمانو د افراطي ډلو له یاغیانو سره د ایراني ځواکونو د نښتو یو عمده ځای دی.

د ایران دولتي ټلویزیون دا هم ویلي چې په نښته کې دوه ایراني پوله ساتونکي ټپیان شوي دي. د بريد پړه پر چا نده اچول شوې او نه هم کومې ډلې سمدستي ددې برید ادعا کړې.

سیستان-بلوچستان د ایران یوه له وروسته پاتې برخو څخه ده چې ددې سیمې د سني اوسیدونکو او د ایران د شیعه حاکمانو ترمنځ اړیکې له ډیرې مودې راهیسې ترینګلې دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان او ایران لوړ پوړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تودېدو په ترڅ کې یو لومړی سرحدي بازار پرانیست.

دا بازار چې د پاکستان په سویل لویدیځ بلوچستان ایالت کې د پشین په لرې پراته کلي کې موقعیت لري، د پاکستان او ایران د پولې په اوږدو کې د ۲۰۱۲ کال د یوې موافقې له مخې چې د دواړو خواو لخوا لاسلیک شوی د شپږو بازارونو څخه لومړی مارکیټ دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي همداشان د بريښنا د لیږد یو لین پرانیست چې له مخې به یې د پاکستان ځینې لرې پرتو سیمو ته د ایران بریښنا برابره شي.

دغه برید په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې تر ټولو خونړی برید و. د مارچ د میاشتې په ۱۱مه د ایرنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړ چې دوه پولیس په همدې سیمه کې د "جنایتکارانو" سره د نښتو پرمهال په ډزو وژل شوي دي.