شاته

هند کې په قومي شخړو کې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي

د هند په شمال ختیځ کې د مانیپور په لیرې پروت ایالت کې په قومي شخړو کې د وژل شویو کسانو شمیر شنبه مې ۶ (غوایي۱۶) ۵۴ تنو ته پداسې حال کې ورسید چې د شخړې د آرمولو لپاره زرګونه پوځیان دې ایالت ته استول شویدي.

خو د پوځ او امنیتي ځواکونو د شتون سره سره، تیره شپه یو ځل بیا تازه شخړې شویدي.

چارواکو د نارامۍ د کابو کولو لپاره په سیمې کې د انټرنیټ خدمات بند کړي او په جدي قضیو کې یې ځای پر ځای د وژلو امر هم کړی.


د مانیپور ایالت د پولیسو مشر خبرداری ورکړی چې بلواګرو د پولیسو د څو مرکزونو څخه وسلې او مهمات پټ کړي او تیره شپه په سیمه کې وضعیت جدي ښودل شوی.

سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې تر دې د مه د ۵۴ کسانو مړي مرده خانو ته وړل شوي او ښایي د وژل شویو او ټپي شويو شمیر لوړ شي ځکه لا هم چارواکي یو شمیر سیمو ته په ورتګ کې کامیاب شوي ندي.

د مانیپور د پولیسو عمومي مشر پي ډونګل خبریالانو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې وضعیت یو څه آرام کړی او د پوځ ګزمې هم سیمې ته رسیدلي چې د پولیسو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.


د مانیپور ایالت حکومت او امنیتي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د مرګ ژوبلې ارقام ندي اعلان کړي خو د هند د قانون وزیر کیرن ریجیجو د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د تشدد په پیښو کې ډیر کسان وژل شوي او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د مانیپور په ایالت کې قومي ډلې د میتي ټولنې د غوښتنې په خلاف مظاهرې کوي. دا قوم په ایالت کې اکثریت دی او غواړي چې د هند په اساسي قانون کې د رسمي قوم په توګه وپیژندل شي.

د هند د قانون له مخې که یو قوم په اساسي قانون کې وپیژندل شي په حکومتي دندو او کالجونو کې د داخلې اخیستو لپاره ورته ځانګړې ونډه ورکول کیږي.

حکومت پدې کار سره غواړي چې په تشکیلاتو کې د نابرابرۍ او تبعیض مخه ونیسي.

حکومت په سیمه کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو بشپړ بندیز لګولی او د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې ایالت ته نور پوځیان هم د سړک او هوا د لارې رسیدلي دي.

مانیپور د هند په شمال لویدیځ کې لیرې پروت ایالت دی چې د نور هند سره د تګ راتګ لپاره یوازې نرۍ لارې لري. پدې ایالت څو لسیزې کیږي چې قومي شخړې دي او بیلتون غوښتونکي ډلې هم پکې فعالې دي.

پدې ایالت کې بیلتون غوښتونکي د هند څخه بیلیدل او یا هم ډیره آزادي ورکول غواړي. هلته یاغیګري د ۱۹۵۰ لسیزې راپدیخوا پیل شوې او تر اوسه پکې لږ تر لږه ۵۰ زره کسان وژل شویدي.