شاته

امریکا کې یوې مغازې کې په ډزو کې ۹ تنه ټپي شوي

د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې چارواکي وایي په یوې سترې مغازې کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي، په ډزو کې د ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپي شویدي.

پیښه په محلي وخت شنبه مې ۶ (غوایي۱۶) مازدیګر شاوخوا ۵ بجې شوې.

سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې پولیسو یو تن مشکوک ډزې کوونکی وژلی او د بل پسې لټون روان دی.

عیني شاهدانو ویلي چې برید کوونکي سره ټوپک و او هرې خوا ته یې ډزې کولې.

پولیسو ویلي چې په فعاله توګه د پیښې په هکله پلټنې روانې دي او د خلکو څخه یې غوښتي چې د پیښې ځای ته تر بل امر پورې نه ورځي.

د ټکساز والي ګریګ اباټ دا پیښه "د کرکې وړ غمیزه" بللې او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې د سیمه ایزو چارواکو سره د هر ډول مرستې لپاره ایالت چمتو دی.

پیښه د ټکساز ایالت ایلن سیمه کې شوې چې د پایتخت ډالاس څخه تقریباً ۴۰ کیلو مټره لیرې شمال ختیځ خوا ته پرته ده. پدې ښار کې تقریباً ۱۰۰ زره کسان ژوند کوي.

په متحده ایالاتو کې په ډیرو خلکو د ډزې کولو پیښې ډیرې شوي.

د وسله وال تشدد آرشیف یوه ډله چې په متحده ایالاتو کې د دا شان پیښو په هکله معلومات راټولوي، وایي چې د روان میلادي کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې په امریکا کې ۱۹۸ د ډله ایزو ډزو پیښې شوي.

د دې پیښې څخه یوازې یوه اوونهۍ وړاندې د ټکزاس ایالت په کلیولینډ کې په یو کور کې په ډزو د یو اته کلن ماشوم په ګډون پنځه تنه ووژل شول.

په مطبوعاتو کې ویل شوي و چې ټولې ډزې په یوه کور کې شوې وې چې څلور قربانیان یې د پېښې په ځای کې وژل شوي او پنځم یې روغتون ته تر رسولو وروسته مړ شو.

راپوټ کې د چارواکو په حواله ویل شوي، چې په وژل شویو کې تر ټولو ځوان ۸ کلن و او دوه ماشومان په پیښې کې ژوندي پاتي و.