شاته

چین د پاکستان څخه د سیاسي بې ثباتۍ پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د چین د بهرنیو وزیر د پاکستان څخه غوښتي چې اقتصادي پرمختګ ته د لارې حوارولو لپاره دې په هیواد کې روانه سیاسي بې ثباتي پای ته ورسوي.

چن ګانګ د شنبې په ورځ مې ۶ (غوایي۱۶) په اسلام آباد کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیکو خبرو اترو لپاره تللی و.

ښاغلي ګانګ د خپل پاکستاني سیال بلاول بهټو زرداري سره د تړلو دروازو تر څنګ د خبرو څخه وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، " مونږ په ریښتیني توګه هیله لرو چې د پاکستان سیاسي ځواکونه به د نظر یووالي ته ورسیږي، ثبات راولي او په لا اغیزمنه توګه کورنۍ او بهرنۍ ستونزې حل کړي تر څو وکړی شي په اقتصادي پرمختګ تمرکز وکړي".

په پاکستان کې شدیده سیاسي ګډوډي د تیر یو کال راپدیخوا چې مخکنی صدراعظم عمران خان په پارلمان کې د عدم اعتماد رایې اچوونې څخه وروسته بې واکه شو، روانه ده .

او دا چې د ښاغلي خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند او د ۱۳ ائتلافي ګوندونو حکومت د عمومي انتخاباتو په نیټې سره نه جوړیږي، پاکستان یې د اساسي قانون او سیاسي بحران سره مخ کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې وویل چې هیواد به یې د پاکستان سره د "بهرنیو اسعارو او مالي ثبات لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي".

چین د سخت اقتصادي بحران په وخت کې پاکستان ته د ملاتړ لاس ورکړ.

بیجنګ له یوې خوا د پاکستان څخه د خپل پور اخیستل وځنډول او له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو اسعارو ډیرولو لپاره یي نغدې پیسې ورکړې.

د برتانیې، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان پخوانۍ سفیرې ملیحا لودهي امریکا غږ ته وویل که چین د پاکستان سره مالي مرسته نه وی کړی، دا هیواد د پور په خلاصولو کې پاتې راتلو.


میرمن لودهې وویل، "چین حتی د پاکستان څخه د سوداګریز پور اخیستل وځنډول تر پاکستان وکړی شي په مالي توګه په پښو ودریږي. د پاکستان لپاره د چین مرستې بیخي حیاتي دي".

تر ټولو ډیر پور پاکستان ته چین ورکړی او د دې هیواد د ټول پور تقریباً دریمه برخه د بیجنګ ده او دا پور د تیرو لسو کالونو راپدیخوا چې چین په پاکستان کې د اقتصادي دهلیز پروژه پیل کړې، څو چنده ډیر شوی.

سره لدې چې مبصرین پدې اند دي چې پاکستان ښایي د چین د پور لومې ښکار شوی وي او دا چې چین د هغو هیوادونو سره مرستې کوي چې په اقتصادي لحاظ ستونزې لري او په همدې لارې خپل جیوپولټیکي اهداف تر لاسه کوي، خو د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا نظر رد کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا ډول خبرې چې ګنې چین غواړي پاکستان د پور په لومه کې ګیر کړي، پروپاګن دی او د پاکستان سره د چین مالي مرسته او پانګه اچونه یې د دواړو هیوادنو د "بې سارې او د وخت سره سمې آزمایل شوې شوې ملګرتیا" له مخې کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چن ګانګ په پاکستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره هم په درې اړخیزې غونډې کې وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پدې غونډې کې وویل چې په افغانستان کې یې تر ټولو ستره اندیښنه "ترهګري" ده او دا یې د خپل هیواد "سره کرښه" یاده کړه.


پاکستان ادعا لري چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډلې مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه دننه په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو بندوبست کوي خو طالبان بیا وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه په بل هیواد د برید کولو لپاره کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د پاکستان سره په ګډه د افغانستان د بیارغونې سره مرسته کوي خو په طالبانو یې هم غږ وکړ چې خپلې نړیوالې او سیمه ایزې ژمنې دې پر ځای کړي.

وزیر چن ګانګ پدې هکله وویل، "هیله لرو چې طالبان به ټولشمول حکومت خپل کړي او منځلارې پالیسۍ ولري. او د خپلو ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې ولري".

د چین دې جګپوړي دیپلومات پرته لدې چې کومې ډلې نوم واخلي وویل چې "مهمه ده طالبان د خپلو ګاونډیانو امنیتي اندیښنې جدي وګڼي او په افغانستان کې دننه د ګڼ شمیر ترهګریزو ځواکونو د مبارزې لپاره قوي ګامونه واخلي".