شاته

دریم چارلز ته د برتانیې د پاچاهۍ تاج په سر کیښودل شو 

د بریتانیې پاچا درېیم چارلس پر سر، د نورو پخوانیو برتانوي پاچاهانو په څېر د شنبې په ورځ د مې په ۶مه (غوایي ۱۶) د ویسټ منسټر په ابي کلیسا کې په رسمي ډول تاج کېښودل شو.

دغه تاج د درییم چارلز دمخه ۷۰ کاله وړاندې د هغه مور، دویمې الیزابیت په سر کیښودل شوی و. د نن ورځې مراسم خورا په زړه پورې وو او ګڼو ځوانو هلکانو او نجونو پکې سندرې وویلې او د نوي پاچا راتګ یې ونمانځه.

دغه مراسم چې د اونۍ په پای کې ترسره کیږي ، سره له دې چې ډیر کوچني پلان شوي وو خو بیا هم داسې انګیرل کیږي چې په میلیونو ډالر لګښت پرې راغلی وي.

درېیم چارلس لومړی برتانوی پاچا دی چې د خپل تاجپوښۍ پر مهال یې په لوړ غږ دعا وکړه او په ټوله نړۍکې په ملیونونو خلکو د تلویزیون او انټرنیټ له لارې د دریم چارلس د تاج په سرولو مراسم ولیدل.

دریم چارلس په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۰مه د بریتانیا د پاچا په توګه اعلان شو، او د خپلې مور، ملکې الیزابت له مړینې وروسته د پاچاهۍ په تخت کښیناست.

د برتانیې د لوړ پوړو چارواکو او سیاستوالو یوې شورا د لندن په سینټ جیمز ماڼۍ کې په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

له ۱۹۵۲ کال وروسته دا لومړی ځل و چې په برتانیا کې دا ډول مراسم ترسره کېږي. په هغه کال کې د بریتانیې ملکه دویمه الیزابت د برتانیې د پاچاهۍ پر تخت تکیه وهلې وه.

د پاچا د معرفي کولو مراسم د برتانیا په اساسي قانون کې یو له مهمو مراسمو څخه ګڼل کیږي. مخکې له دې چې چارلز په رسمي توګه د بریتانیا د نوي پاچا په توګه اعلان شي، هغه ژمنه کړې وهچې د دندو په تر سره کولو کې به د خپلې مور، ملکې الیزابت"الهام بښونکې" بیلګه تعقیب کړي.

ملکه الیزابت د ۷۰ کلنې واکمنۍ سره د برتانیې په تیرو زرو کلونوکې تر ټولو اوږده پاچاهي کړې وه.

ملکه الیزابت په ۱۹۵۲ کال کې د خپل پلار جورج شپږم له مړینې وروسته د ۲۵ کلنۍ په عمر ملکه شوه. هغې د ملکې کیدو وړاندې د اډینبورګ ډیوک سره واده کړی و، او د دې واده ثمره یې څلور زامن دي.

ملکې الیزابت په خپلې واکمنۍ کې د برتانیې له ۱۵ لومړي وزیرانو سره کار وکړ، چې لومړی یې وینسټن چرچیل و.