شاته

د سودان د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې په سعودي کې پیل شوې

د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان چارواکو نن شنبې د مې شپږمه (غوایي ۱۶) وویل چې د سودان په جګړې کې د ښکېلو اړخونو د استازو ترمنځ په جدې ښار کې د اوربند په موخه خبرې پیل شوې.‌

د سودان په جګړې کې د ښکېلو اړخونو د استازو ترمنځ ددغو خبرو اترو زمینه د نړیوالو هڅو په پایله کې هواره شوې. ددغو هڅو په پایله کې ښکېلو اړخونو هوکړه کړې وه چې په سودان کې به د جګړې د پای ته رسیدو لپاره مخامخ خبرو اترو ته کیني.‌

سوداني چارواکو د اسوشیېټډ‌ پریس خبري آژانس ته وویل چې د جدې په ښار کې ددغه خبرو اترو زمینه د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان له خوا هواره شوې ده.‌

سوداني چارواکو همدا راز ویلي دي چې په پلازمینه خرطوم او د 'اومدورمان' په سیمه کې د "بشردوستانه دهلیز" پرانستل او له ملکي تاسیساتو په ځانګړې توګه د روغتیايي بنسټونو څخه ساتنه ددغو خبرو اترو مهمې موضوعګانو څخه دي.

دا لومړی ځل دی چې د سودان په جګړې کې ښکیل اړخونه مخامخ خبرې اترې کوي. په سودان کې دغه جګړه د اپریل میاشتې پر ۱۵مه نېټه د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک غبرګون نیمه پوځي ځواکونو (ار اس ایف) قوماندان محمد حمدان داګالو ترمنځ پیل شوه.

ددغو نښتو په پایله کې تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه تنه نور ټپيان شوي او سلګونه زره ملکي وګړي د خپلو مینو پريښودلو ته اړ شوي دي.

په جده کې د شنبې ورځې خبرې اترې وروسته له هغه پیلیږي چې د سودان په جګړې کې د ښکلیو اړخونو ترمنځ مخکنۍ اوربند، د جګړې پای ته رسیدو ته لاره هواره نکړه.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په روانه اونۍ کې وویل چې په سودان کې د وروستیو نښتو له امله لږ تر لږه ۳۳۴ زره تنه ددغه هېواد په دننه کې بېځایه شوي او ۱۰۰ زره نور بیا د هېواد پريښودولو ته اړ شوي دي.‌


دغې ادارې همدا راز خبرداری ورکړی چې په سودان کې د جګړې دوام په ترڅ کې به ښايي ۸۰ زره تنه نور ددغه هېواد پريښودولو ته اړ شي.‌ ګڼ شمېر سودانیانو لا دمخه خپلو ګاونډیو هېوادونو لکه چاد، سویلي‌ سودان، د مرکزي‌ افریقا جمهوریت، مصر او ایتوپیا ته پناه وړې ده.

په سودان کې تر نښتو وروسته، د بشري مرستې رسولو چارې د امنیتي دلایلو له امله ځنډیدلي دي. همدا راز د څو اونیو جګړې په ترڅ کې، د مرستندویه ادارو څو تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

په سودان کې روانې جګړې په نړیواله کچه غبرګونونه را پارولي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ومنله چې نړیوالې ټولنې ونشوه کولای سودان له کورنۍ جګړې څخه را وګرځوي. هغه زیاته کړه چې دا هېواد د نورو جګړو توان نلري.

ګوتریش په سودان کې روان وضعیت ته کتو سره وویل:"مخکې تر دې چې ګڼ شمېر نور کسان ووژل شي او دغه جګړه په یوه عمومي جګړې واوړي او زیات شمېر سیمې د کلونو لپاره تر اغیزې لاندې راولي، جګړه باید ودرول شي او دا کار باید همدا اوس وشي. "

د سعودي عربستان په کوربتوب د سودان په جګړې کې د ښکېلو اړخونو د استازو ترمنځ خبرې اترې پداسې حال کې دوام لري چې د سودان پوځي مشر جنرال عدالفتاح البرهان او ار اېس ایف مشر جنرال محمد حمدان ډاګالو د ځواکونو ترمنځ جګړې کې تر اوسه نږدې ۵۰۰ تنه وژل شوي او ۴۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سوداني ډاکټرانو د ټولنې په وینا، په دغه جګړې کې ۴۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰۲۳ تنه نور ملکي‌ خلک ټپیان شوي‌ دي.‌