شاته

د اسرائیلي ځواکونو په برید کې دوه فلسطینیان ووژل شول

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت نن شبنې د مې شپږمه (غوايي۱۶) وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې دوه تنه فلسطینيان ووژل شول.‌

په ورته وخت کې اسرائیلي چارواکو ادعا وکړه چې ''د وروستي وسله وال برید عاملین''یې په نښه کړې دي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د دوو تنو فلسطیني شهیدانو جسدونه چې د [ اسرائیلي ځواکونو] له خوا په ګولیو ویشتل شوي وو، حکومتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د وژل شویو فلسطینیانو نومونه حمزه خرویش او سامر الشافعي وو او دواړه ۲۲ کلن وو.‌ ویل کیږي‌ چې د اسرائیلي سرتیرو په دغه برید کې یو بل فلسطیني وګړی هم ټپي شوی دی.‌

د اسرائیل پوځ ویلي چې دغه دوه فلسطینیان د "اوني هفتز" په وسله وال برید کې چې روان کال د مې پر دوېمه نېټه رامنځته شو،‌ ښکیل وو. د پوځ په وینا په هغه برید کې یو ملکي‌ اسرائیلي وګړی ټپي شوی و.‌

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي:"دوه تنه وسله وال نارینه (فلسطینیان) د پيښې له ځای څخه د تیښتې پر مهال په نښه شول او ووژل شول.‌"

د دغو دوو وژل شويو فلسطینيانو د جنازې په مراسمو کې سلګونه کسانو برخه اخیستې وه.‌

د خواله رسنیو له لارې په خپرو شويو تصویرونو کې لیدل کیږي چې اسرائیلي سرتیري د یوې ودانۍ پر بام ددغو دوو وژل شوي فلسطینيانو د جسدونو پلټنه کوي.

د حماس ډلې چې د غزې د تړانګې کنترول په لاس کې لري او همدا راز په لویديځه غاړه کې ډیر حضور لري،‌ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې له دغو دوو وژل شويو کسانو څخه یو تن یې ددوی په یوې نیمه پوځي ګروپ پوري اړه لرله. په اعلامیه کې راغلي‌ چې دغه دوه تنه د اسرائیلو د پوځ پر وړاندې د وسله وال مبارزې په حال کې وو.‌