شاته

پاکستان: قامي او صوبايي اسمبليانو کې په يو وخت دانتخاباتو دپاره په سېنېټ کې قرارداد منظور کړی شوی

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې قرارداد منظور کړی شوی چې د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليانو انتخابات به په يو وخت يا يو ځای کولی شي.

د ځايي ميډيا ترمخه د نيشنل پارټۍ سېنېټر طاهر بزنجو دغه قرارداد په سېنېټ کې چې پکې ويل شوي په ملک کې د اقتصادي ثبات دپاره سياسي ثبات اړین دی، ملک د نورې بې ثباتۍ زغم نه لري ځکه د ايين لاندې دې د ټولو اسمبليانو انتخابات، د نګران نظام لاندې په يو ځای وکړی شي.

خو د اپوزيشن لخوا د ياد قرارداد مخالفت شوی دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د اپوزيشن ليډر شهزاد وسيم ویلي، دغه قرارداد کوم حيثیت نه لري هغه ويلي، ولس د سپريم کورټ د فېصلې ملګری دی او په پنجاب صوبه کې به انتخابات د سپريم کورټ د فېصلې په نېټه کيږي.

په څلورم اپرېل د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ بنچ يا ډلې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله اورولې او حکم یې کړی وو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي. عدالت ويلي وو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.

سپريم کورټ د الېکشن کمېشن د اتم اکتوبر د انتخاباتو فېصله کالعدم کړې او د انتخاباتو شيډول یې جاري کړی وو.

په عدالتي فېصله کې ويل شوي وو چې مرکزي حکومت دې د لسم اپرېل پورې د انتخاباتو دپاره 21 اربه روپۍ جاري کړي او په 11م اپرېل دې الېکشن کمېشن د فنډ د صولې رپورټ سپريم کورټ ته وړاندې کړي، او د فنډ نه ورکولو په صورت کې به بيا عدالت مناسب حکم جاري کوي.

د عدالتي فېصلې وروسته په قامي اسمبلۍ کې په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان د سپريم کورټ د درې کسيزه ججانو د بنچ فېصله رد کړی شوې او ويل شوي وو چې د ايين او قانون ترمخه پارلیمان د اکثریتي بنچ فېصله عملي ګرځوي او وزيراعظم دې په اوسنۍ فېصله عمل نه کوي.

نن د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار په ملک کې د انتخاباتو دپاره حالاتو ته ناسم ویلي او په قومي اسمبلۍ کې یې د سپريم کورټ د فېصلې په رڼا کې د انتخاباتو دپاره د فنډ ورکولو دپاره قانوني مسوده وړاندې کړې ده.

اسحاق ډار په پاکستان تحریک انصاف ګوند تورونه لګولي چې د يو سازش لاندې یې په ملک کې اييني او قانوني بحران جوړ کړی اول یې د قومي اسمبلۍ نه استعفاګانې ورکړې او بیا یې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلیانې د وخت نه مخکې ماتې کړې.

د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د اسحاق ډار قانوني مسوده په اېوان کې د وړاندې کولو دپاره منظور کړې ده.

اسحاق ډار بيا په خپلو خبرو کې د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو يادګېرنه کړې او تور یې بیا د پاکستان تحریک انصاف په حکومت لګولی چې د نړيوالې مالياتي ادارې سره یې په لوظنامه عمل ونه کړو او د هغې له امله د پاکستان مشکلات سېوا شو.

خو پاکستان تحریک انصاف د ملک د اقتصادي مشکلاتو زمه وار ايتلافي حکومت بولي.

ځانګړې ویډیوګانې

په عرب اماراتو کې د صوفيانه موسیقۍ دستوره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00