شاته

د قبايلي سیمو خلک وايي، د عملياتو اعلان د ويرې سره مخ کړي خو کډې به نه کوي

د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرو پرضد د عملیاتو پېل کولو د اعلان سره سم د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي خلک وايي، دوی ويرې اخستي چې بیا به د کډوالۍ ستړي ژوند ته مخامخ شي.

د قبايلي سیمو خلک وايي، پوښتنه لري چې د تیرو عملیاتو عملیاتو کومې ګټې راوړې چې بیا نوي عملیات کوي او زیاتوي دا ځل به خپلې سیمې نه خالي کوي تر څو دوی ته د تیرو عملیاتو جزیات نه وي ورکړل شوي.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، "مونږ تل د دغو عملياتو د پلټنې غوښتنه کړې، خو اړوندو حکومتونو د دغو عملياتو د پلټنې اجازه نه ده ورکړې. ځکه چې دا مالومات یې د نوي عملیاتو دپاره پټ ساتلي".

هغه وویل زمونږ د وړاندې نه دا دریځ دې چې په تیرو عملیاتو کې یوازې عام خلکو ته نقصان اړول شوي. د دوی کورونه او بازارونه لوټل شوي عملیاتو په پایله کې وسله وال نور منظم شوي دي.

په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د راه نجات عملیاتو څخه اغېزمن يو تن دلبر مسید وایي خلک د سختې ویرې سره مخ شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي،" د دې ورستیو دوو لسیزو نه روان پوځي عملیاتو له امله تر ټولو زیاته زمونږ قبایلي سیمه اغیزمن شوي خلک بې کوره شوي کورنه یې وران شوي او کاروبار یې ختم شوی، خلک د تازه عملیاتو په اړه ډېر شکمن دي ځکه چې دوی لیدلي چې ډیری کوچني او لوی پوځي عملیات په خپلو سیمو کې د سیمو کې ترسره شوي خو تر دې مهال امن په راوستلو کې پاتې راغلي دي".

هغه وویل حکومت که نوي عملیات پیل کوي خلک انتهایي مجبور دي د کډوالۍ مخه نه ویني که وژل کیږي او که پاته کیږي علاقې نه خالي کوي.

په تېرو څو کلونو کې د خېبرپښتونخوا سوات او قبايلي ضلعې په ځانګړي توګه شمالي او جنوبي وزیرستان ترټولو زیاتې متاثره شوي دي.

د ناامنۍ ضد په دغو سیمو کې وخت په وخت پوځي عملیات هم شوي وو، لکه په کال 2004 کې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان د واڼې سيمې په کلوشه علاقه کې وړومبی عملیات کړي او بيا په کال 2009 کې دغلته د راه نجات په نوم پراخه عملیات شوي وو.

له دغې وروسته په سوات کې په کال 2009 کې د راه راست په نوم هم پوځي عمليات شوي او په کال 2014 کې بيا پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دغه عمليات بيا خېبر ته د خېبر ون په نوم غځول شوي وو

له دې نه علاوه د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد په باجوړ، مومندو، کرمه، اورکزۍ او نورو علاقو کې هم په نورو نومونو عملیات ترسره کړي دي.

پاکستان پوځ دعوه کوي چې د عملیاتو پرمهال یې د وسله والو او ترهګرۍ ملا ماته کړې ده، خوپه عملیاتو کې د ښکېل پاتې شوو سیمو مشران وایي دا جګړه په دوی ور تپل شوې، اوس په دغه جنګ پوره خبر دي چې د دې په شا څوک دي او چا دغه سیمې ته بد امني راوړې.

د دوی وینا ده چې چې د تیرو عملیاتو کومې ګټې راوړې چې اوس نوي عملیات ضرورت پېښ شوی.

قبایلي مشر بادشاهي خان وايي "مونږ د ترهګرو له منځه تلل نه دي ليدلي، سره له دې چې خلک د کلونو لپاره له خپلو سيمو څخه بې کوره شوي او شتمنۍ يې له منځه تللې دي".

هغه وویل په علاقه کې چې د طالب، پوځ او حکومت پلوه طالبان سرینډرز سره مخ دي او چې یو ته څرګنده خبره کوې بیا دې وژني".

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په عرب اماراتو کې د صوفيانه موسیقۍ دستوره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00