شاته

ځايي خلک: که مومند ډېم په وخت جوړ شي د خلکو د سوکالۍ سبب به وګرځي

سعودي عرب پاکستان ته د مومند ډېم د پاره 24 کروړه ډالره قرضه ورکوي، ځايې خلک وايي که د دوي مسلې حل شي او په مومند ډېم په وخت کار سر ته ورسيږي نو دا به د سيمي د سوکالۍ سبب وګرځي.

څيړونکي وايي پاکستان د معاشي مشکلاتو ترڅنګ د توانايي د کمي سره هم مخ دی او د مومند ډېم شان منصوبې سره د بجلۍ د نشوالي مسله تر ډېره حده راکمېدی شي.

ميسري خان د مومند ډيم سره نزدې ميا پټې کې اوسيږي، او د ډيم نه وتونکو په دوو نهرو کې يو نهر د دوي په للمو پټو راځي.

وايي د دوي زمکې للمې دي او امدن يې کم خو که ډېم جوړ شي او نهرونو کې اوبه راشي نو د دوي فصلونه به زيات کيږي او ګټه به يې سېوا شي.

"زه چې په شپږ جريبه پټي کې په څه د غنمو کرونده وکړم، څه د سبزۍ کرونده وکړم نو چې اوس مې امدن يو لاک روپۍ دی بيا به شپږو لاکو ته ورسيږي".

د ميسري خان په څېر ګڼ شمېر زميندار په دې تمه دي چې دې ډېم نه وتونکو نهرونو سره به زمکې د اوبو لاندې راشي، او ځوانانو ته به يې روزګارونه ترلاسه شي.

د واپډې محکمې چارواکي وايي د مومند ډېم نه به 16000جريبه زمکه د اوبو لاندې راشي او نورې ګټې به راوړي.

يو بل زميندار تاج علي خان وايي دوی د ډېر وخت راهسې د دې ډېم د جوړېدو په تمه وو خو اوس پرې کار پېل شو او خوشبينه دي چې دلته ورسره د خلکو معاشي حالات بدل شي.

"دلته ډېر ځوانان بې روزګاره دي، په پنجاب کې مزدورۍ کوي، ځني دلته په غر کې د بکورې کاڼي راوباسي نو که ډېم جوړ شي او روزګار ورته ترلاسه شي نو دا به ډيره د خوشالۍ خبره وي".

د مومند ډېم پرانسته په کال 2019 کې شوې، او د محکمې د چارواکو په وېنا د 300 اربه نه زياتو روپو په لګښت به پرې کار د کال 2025 پورې به سر ته ورسيږې چې تر 800 ميګاواټه پورې بجلي به پېدا کوي.

چارواکو ډيوه ته ويلي په ډېم د منصوبې سره سم کار روان دی، دې ډېم باندې کار سر ته رسولو د پاره د سعودي عرب حکومت پاکستان ته د 24کروړو ډالرو قرضه ورکړي.

څيړونکي وايي پاکستان دا وخت د معاشي مشکلاتو سره مخ دی او دې قرضې ترلاسه کېدو سره به په مومند ډېم باندې په ټاکل شوي وخت د کار سر رسېدو امکان زيات شي.

"دا ډېم په داسې سيمه کې جوړيږي کومه چې وړاندې قبايلي سيمه وه، دا علاقې په تېرو 70کالو کې د پرمختيا نه وروسته پاتې او د ترهګرۍ سره هم مخ پاتې شوې وه. اوس به د دې ډېم جوړيدو سره به د دې علاقې ترقي وشي".

دا ډېم د چين او د پاکستان ډسکان کمپنۍ په ګډه جوړوي، وړاندې حکومت باندې تورونه لګېده چې د ټېکې په وخت د قوانيونو خيال نه و ساتل شوی، خو د تحريک انصاف حکومت دغه تورونه رد کړي وو.

دې ترڅنګ ځايې خلک هم ګيله کوي چې د ېيم لاندې راغلې زمکو معاوضه نه ده ورکړل شوې، او ځايې ځوانانو ته د روزګار موقعې هم نه ورکړل کيږي، خو د مومندو ضلعي چارواکي وايي خلکوله معاوضه هم په زمکو د قامي شخړو د وجې نه ده ورکړل شوې او چې کوم ځوانان تيکنيکي وړتيا لري هغوي ته د کار موقعې هم ورکړل کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

په عرب اماراتو کې د صوفيانه موسیقۍ دستوره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00