شاته

یو بنګله دیشی امام د یوې ښځې د سنګسارولو د حکم د صادرولو په تور نیول شوی 

د بنګله دیش پولیسو د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (وري ۲۰) وویل په دې هیواد کې یو اسلامي دیني عالم او د یو کلي درې مشران په دې تور نیول شوي چې د غیر مشروع جنسي اړیکو د درلودلو په تور یې د یوې ښځې د سنګسارولو امر کړی و.

پولیسو ویلي چې د حمیده سلطانه په نوم یوه ښځه د یو امام د فتوا په صادرولو سره تیره اونۍ ۸۰ ځلې په کوچنیو ډبرو سنګسار او ۸۲ دورې ووهل شوه.

دغې ۳۰ کلنې میرمن د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې هغه "د سختې بې عدالتۍ قرباني شوې ده" او د هغې په وینا هغه څه چې ورسره شوي په ژبه یې نشي بیانولی.

د جنوبي اسيا مسلمان هیواد بنګله دیش چې ١٧٠ ميليونه نفوس لري يو سيکولر قانوني نظام لري او په جنايي قضيو کې د شرعيت قانون پلي کول په کې غير قانوني دي.

د حمیده سلطانه په وړاندې دغه فتوا غبرګونونه راپارولي او د ښځو د حقونو ډلو او د بشري حقونو فعالانو لاریونونه کړي او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

د بنګله دیش د ښځو د تر ټولو لویې ډلې مشرې فوزیې مسلم، ددغې میرمنې سره د ناوړه چلند په اړه د فرانس پرس اژانس ته وویل، «هغوی د منځنیو پېړیو د خلکو په څېر چلند کاوه.»

د پولیسو یو مفتش ذاکر حسین وویل چې افسرانو د هیواد په شمال ختیځ حبي ګنج کې د جومات د امام په ګډون څلور کسان وروسته له هغه ونیول چې سلطانې د اپریل په اوومه د ۱۷ کسانو پر وړاندې جنایي قضیه درج کړه.

ذاکر حسین فرانس پرس ته وویل، "د کلي شورا د شریعت په نوم ددغې میرمنې د وهلو او ډبولو امر وروسته له هغه وکړ چې هغه د نامشروع اړیکو په لرلو تورنه شوه."

ذاکر حسین زياته کړه چې، د سلطانې مېړه انور ميا، چې د حلیج هیواد عمان کې کار کوي، له پېښې وروسته بېرته هیواد ته راستون شوی او د هغه څه په اړه چې له میرمنې سره یې پیښ شوي عدالت غواړي.

لسیزې وړاندې، د بنګله دیش په کلیو کې د کلیو شوراګانو په عام ډول د شریعت په کارولو سره په ناروا جنسي اړیکو تورنو مسلمانو میرمنو ته سزا ورکوله.

خو په ۲۰۱۱ کې د بنګله دیش سترې محکمې په یو حکم کې د فتوا د صادرولو اجازه ورکړه، خو د فتول جاري کول یې منع کړل.

دې پریکړې په مؤثره توګه شریعت ته اجازه ورکړه چې په داوطلبانه توګه تعقیب شي، خو د دیني عالمانو یا د کلیو د شوراګانو لخوا د اسلامي قانون په نوم هر ډول سزا ورکول منع شوې دي.