شاته

ملګري ملتونه وایي طالبانو یې ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې دي او دا ورته د منلو وړ نه ده

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر دې اندېښنه ښکاره کړې چې وایي طالبانو د دوی د مرستندویه دفتر ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې دي او وایي دا ورته د منلو وړ نه ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یوناما د نهې- سه شنې په ورځ‌ پر خپل ټویټر او فېسبوک د طالبانو حکومت ته په اشارې لیکلي، چې په ننګرهار کې یې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده:

"موږ واکمنو چارواکو ته ور یادوو چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکونکو پرته فعاليت او د ژوند ژغورنې مرستې نه شي ترسره کولی".

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن دوجاریک وایي په افغانستان کې د یوناما کارکوونکو د طالبانو د حکومت له خوا امر تر لاسه کړی چې ښځینه کارکوونکې یې له کار کولو منع کړې دي او خبرداری یې ورکړ چې دا امر به په ټول هېواد کې عملي شي.

ښاغلي دوجاریک د مارچ پر څلورمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبري غونډې ته وویل، نن به په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره نورې خبرې کوي چې هغوی ورته سپیناوی وکړي او ګوري به چې دا تازه بندیز د دوی پر کار څومره اغېز کوي:

"[د ملګرو ملتونو] عمومي ته دا ډول بندیز د منلو وړ نه دی او په څرګنده توګه د تصور وړ نه دی. په وروستي د پرېشانۍ وړ رجحان کې دا تازه پېښه ده چې مجبوره خلکو ته د مرستندویه ادارو د رسایۍ په مخ کې خنډ جوړېږي".

د تېر کال په دسمبر کې چې طالبانو په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو په ګډون محدود شمېر بهرنۍ مرسته کوونکې ادارې وې چې د تعلیم او روغتیا په برخه کې ښځو ته پکې د کار اجازه ورکړل شوې وه.

د افغانستان د پارلمان مخکینۍ مرستیاله مشره فوزیه کوفي وایي،‌ طالبانو چې اوس د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو هم بندیز ولګاوه، یواځینۍ لار دا ده چې پر طالبانو فشار واچول شي. مېرمن کوفي پر ټویټر لیکلي:

"په میلینونو ښځې چې له کار او تعلیمه منع کړل شوې دي نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو متحد دریځ ولري، د نړیوالې ټولنې نرمۍ طالبان نور هم پیاوړي کړل".

ملګري ملتونه وایي د طالبانو دا ډول حکمونه چې ښځې له کارونو منع کوي د هغوی له بنیادي حقونو او د توپیر نه کولو د اصولو سرغړونه ده، وایي په. افغانستان کې ښځینه کارکوونکې د دې لپاره ډېرې ضروري دي چې د دوی کارونه په ډاډ تر سره شي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي،‌ یوناما او د دوی نورې مرسته کوونکې ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو په ملتیا په افغانستان کې له 40 میلینه ابادۍ څخه 23 میلینه نارینه، ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې رسوي:

"دا خبره صفا ده چې موږ له ښځو پرته دا کارونه نه شو کولی، ښځې هلته [په افغانستان کې] زموږ د بشردوستانه عملیاتو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري".

ملګري ملتونه وایي دوی دا مهال په افغانستان کې تقریباً 4000 کارکوونکي لري چې وایي په دوی کې شاوخوا 3300 یې افغانان دي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همږغۍ د ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې سږ کال چې یې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د کومو 4.4 اربه ډالرو غوښتنه کړې وه تر اوسه یې یواځې تر پینځه فیصده کمه برخه تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د موسمي بدلون له وجې د ګرم موسم مطلب دا دى چې سپرلى به زر راځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00