شاته

ملاکنډ: د تره په قار وراره بدمنلي اؤ ځان یې وژلی، د وراره د وژنې نه په خبرېدو یې تره هم ځان وژلی دی

د لېویز ځواک سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ په پلۍ سیمه شیرخانه کې دخولې په معمولي تاؤ تریخوالي یو تره اؤ وراره دواړو ځانونه وژلي دي .

د سرچینو په وینا دغه پېښه دخالي په ورځ هغه مهال مخې ته راغلې ده چې په پلۍ شیرخانه سیمه کې دکور دننه په روانه شخړه دنور محمد په نوم یو تن خپل زلمي وراره عاطف محمود ته قار شو.

سرچینې وایي دخپل تره په قار 18کلن عاطف محمود بد ومنل اؤ ځان یې په تمانچه وویشتو خو کله چې هغه دبټ خیلې هسپتال ته رسول کیدو نو په لاره یې ساه ورکړه.

دلیویز ځواک په وینا دخپل وراره دخودکشۍ دهڅې نه په خبریدو چې کله دهغه تره نور محمد هسپتال ته ورسیدو نو هلته خبر شو چې وراره یې مړ شوی دی اؤ هغه هم دهسپتال دایمرجنسي وارډ مخې ته پخپل سر تمانچه کېښوده اؤ ځان یې ووژلو.

دپلۍ سیمې استوګن ښاغلي عدنان وي او ای ډیوه ته ویلي کله چې دهسپتال نه دتره اؤ وراره مړي سیمې ته راورسولی شول نو په ټوله سیمه دغم څادر خور شو اؤ د لرې،لرې سیمو نه خلک په دغه غم کې دګډون لپاره ورغلل.

هغه وایي دتره اؤ وراره دواړو مړي خاورو ته سپارل شوي خو دسیمې په شمول په خواوشا ټولو علاقو کې په دې پېښه عامو محفلونو کې خبرې کیږي اؤ دعدم برداشت په دې لویه واقعه افسوس ښکاره کولی شي.

عدنان وایي د تره اؤ وراره خپلو کې داسې څه لویه معامله یا لانجه نه وه چې خبره دې پکې وژنو ته لاړه شي خو وایي دکور په عامو معاملاتو نور محمد خپل وراره ته قار شوی اؤ وراره یې دخپل تره قار زړه ته غورځولی اؤ ځان یې وژلی دی.

د پېښور دیوې ځایي رسنۍ ایډیټر ښاغلی ناصر داوړ وایي دا پېښه په داسې ورخو کې رامنځته شوې ده چې مسلمانان دتحمل اؤ برداشت میاشت یعنې رمضان نمانځي.

ډیوه سره ناصر داوړ پخپلو خبرو کې وویل د روژې تر شا د صبر اؤ زغم فلسفه پرته ده خو له بده مرغه په پښتنه سیمه کې بیا اکثره په روژه کې دخلکو برداشت په ختمیدو شي اؤ په وړه ، وړه خبره یو بل سره جنګ اؤ شر کوي اؤ په نتیجه کې یې دغسې ناوړه پېښې رامنځته کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00