شاته

د امریکا د مذهبي آزادۍ کمېشن غواړي چې په هند کې د مذهب بدلولو ضد قانون لغوه شي

واشنګټن - په هند کې د اقلیتونو مشران وایي چې د هغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د مذهب بدلولو ضد قانون چې کوم نافذ شوی دی، هدف یې د عیسایي او مسلمانو اقلیتونو ځورول او کړول دي. په همدې حال کې د امریکا د نړېوالې مذهبي آزادۍ کمېشن هم فکرمندي ښودلې او غوښتنه یې کړې چې دغه قوانین دې منسوخه وګرځول شي.

یاد کمېشن پخپل یو رپوټ کې چې په همدې موضوع یې خپور کړی دی، ویلي دي: "هند کې په ریاستي کچه د مذهب بدلولو خلاف قوانین، د بشري حقونو د هغو عالمي قوانینو خلاف ورزي ده کوم چې د مذهب یا عقیدې د آزادۍ حق محفوظه کوي. هغوی په ناجائز طور د مذهب بدلولو په برخه کې یو وګړي حق محدوده کوي او سزا ورکوي."

د امریکا د نړېوالې مذهبي آزادۍ کمېشن زیاته کړې ده چې په هندوستان کې د مذهبي آزادۍ حالات د وړاندې نه خراب شوي و، او د مذهب د بدلولو ضد قوانینو ماحول نور هم خرابه کړی دی.

هندو ډلې او د هندوستان واکمن ګوند، بهارتیا جناتا پارټي دعوه کوي چې عیسایي مبلغین په چل و دوکې، په زور، او نورو چلبازیو خلک د خپل دین نه اړوي. په دې وروستو کلونو کې هغو دا دعوه هم کړې ده چې ګني مسلمانان په غیرمنصفانه طریقو سره خلک اسلام ته اړوي.

د هندوستان د اته ویشتو (۲۸) ایالتونو نه، په دوولسو (۱۲) ایالتونو کې په ریاستي کچه د مذهب بدلولو ضد قوانین نافذ شوي دي. ځیني نور ایالتونه هم په دې غور کوي چې داسې قوانین پاس کړي.

په هغو ایالتونو کې چېرته چې د مذهب بدلولو ضد قوانین نافذ دي، چارواکي یې وایي مقصد یې د غیراختیاري مذهب بدلولو مخنیوي دی.

د امریکا د نړېوالې مذهبي آزادۍ کمېشن پخپل رپوټ کې ویلي چې هند کې د مذهب بدلولو ضد قوانینو ځیني برخې "د بشري حقونو د عالمي تړون او د سېول او سیاسي حقونو عالمي معاهدې" سره په ټکر کې دي. هندوستان هغه اولنی تړون په کال ۱۹۴۲ کې لاسلیک کړی او دا دویمه معاهده یې هم په کال ۱۹۷۹ کې منظور کړې ده.

په رپوټ کې ویل شوي، داسې ښکاري چې په هند کې د مذهب بدلولو ضد قوانین، د جبري مذهب بدلولو پرخلاف د خلکو د تحفظ دپاره نه بلکې د عیسایت او اسلام غوندې مذهبونو ته د خلکو د اوړېدو په ضد چې په هند کې یې خلک دومره نه خوښوي، نافذ کیږي.

د هند په ګجرات کې د عیسایي وګړو د حقونو یو کارکن، سېډرېک پراکاش وایي د هند د آئین دفعه ۲۵ دا ضمانت کوي چې هر وګړی د خپل مذهب د آزاد تبلیغ او اشاعت حق لري، مګر د مذهب بدلولو ضد کوم قوانین چې نن سبا هلته کې نافذ شوي، د هندي شهریانو آئیني حق تروړي.

بل اړخ ته په نوې ډیلي کې د بي جې پي یو جګپوړی ځایي مشر الوک واتس وي او اې ته وویل: "په هند کې، زیاتره خلک د واده کولو، د پیسې اخېستلو، او همدا راز نورو غیراخلاقي وعدو د لارې مذهب یې بدلول کیږي. د مذهب بدلولو ضد قوانینو مقصد دا دی چې دغسې غیرقانوني اعمالو ته د پای ټکی کېښودل شي."

الوک زیاته کړه چې په یقین سره دوی د رضاکارنه یا پخپل خوښه مذهب بدلولو سره کوم مشکل نلري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00