شاته

پاکستاني وګړي به اوس پخپل موبایل ځانله شناختي کارډونه او د پېژندګلو نور اسناد جوړولی شي

د پاکستان د ملي معلوماتو او رجسټریشن ادارې (نادرا) یو داسې نوی موبایل ایپ مخې ته راوړی چې اوس به پاکستاني وګړي د دې ایپ په مرسته د شناختي کارډونو او پېژندنې د نورو مهمو اسنادو جوړولو لپاره د نادرا دفترونو ته دتګ له جنجاله خلاص وي او د خپل کور دننه به ځان ته پخپله شناختي کارډونه او نور مهم اسناد جوړولی شي.

د نادرا چیرمین ښاغلي طارق ملک ویلي د نوښت دا ګام به خدماتو کې د بهترۍ له لارې د ډیجیټل پاکستان د اهدافو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي او پاکستاني وګړو ته به زیاتې اسانۍ په لاس ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو هم د نادرا د دې اقدام تود هرکلی شوی دی او فعالینو هیله ښودلې ده چې اوس به پاکستاني وګړي د شناختي کارډونو او د پېژندنې د نورو مهمو د ستاویزاتو جوړولو لپاره د نادرا دفترونو ته له تګ او په لویو، لویو قطارونو کې د ودریدلو څخه خلاص شي.

په ډان ورځپاڼه کې د پاکستان د دولتي خبري ادارې ای پي پي د خپور شوي رپورټ ترمخه د دې ایپ د معرفي کیدو له امله اوس د نادرا دفتر د پاکستاني وګړو موبایلونو ته ورکوز شوی دی.

رپورټ وایي د پاک ایي ډي په نوم د دې موبایل ایپ له لارې به اوس نه یوازې پاکستان وګړي د شناختي کارډونو او پېژندنې د نورو دستاویزانو جوړولو لپاره ټوله کارروایي دخپل کور نه ترسره کولی شي بلکې شناختي کارډ یا دپېژندنې نور اسناد به هم خپلو کورونو ته راغوښتی شي.

د نادرا د چیرمین ښاغلي طارق ملک ترمخه په دې نوي موبایل ایپ کې د دستاویزاتو د پېژندنې د نظام ترڅنګ د ګوتو لګولو او برقي لاسلیک کولو اسانتیاوې هم شاملې دي.

هغه ویلي چې اوس به پاکستاني وګړي ددې موبایل ایپ دلارې دشناختي کارډ او پیژندګلو د نورو مهمو دستاویزاتو جوړولو لپاره ټول پړاوونه د خپل موبایل فون نه ترسره کولی شي.

د نوموړي په وینا دې ایپ ته ضروري دستاویزات لوډ کیدای ،عکس او د ګوتو نخښې پکې پرېښودل کیدای او برقي لاسلیک په کې کیدای شي.

د نادرا چیرمین وایي د دې ایپ په معرفي کولو پاکستان د نړۍ وړومبنی هیواد دی چې د یوې نه د زیاتو ګوتو د نخښو اخستو او دستاویزاتو جمع کولو په څېر اسانۍ یې په انلاین بڼه معرفي کړې.

په سوشل میډیا هم ګڼ شمیر فعالینو د نادرا ددې جدید موبایل ایپ په معرفي کیدو خوشحالي ښکاره کړې ده اؤ هیله یې ښودلې ده چې ددې اقدام له امله به پاکستاني وګړو ته زیاتې اسانۍ په لاس ورشي.

پېښور کې یوې ځایي ورځپاڼې سره په دنده بوخت خبریال عمران علي وایي پاکستان کې دسیوا شوې ابادۍ له امله د نادرا دفترونو کې شناختي کارډونه اؤ دپیژندګلو نور اسناد جوړول یو زړه ستړی کار ؤ اؤ پاکستاني وګړي به په ټوله ټوله ورځ دې اسنادو جوړولو لپاره مختلفو پړاؤونو کې په قطارونو کې په ودریدلو مجبوره وؤ.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د شناختي کارډونو او نور اسنادو په جوړولو به نه یوازې دخلکو قیمتي وخت مصرفیدو بلکې اکثره مهال به رنځوران اؤ د زاړه عمر کسان په دې اوږدو قطارونو کې خواریدل اؤ ددفتري مامورینو دبدې رویې سره به هم مخ کیدل .

دعمران علي په وینا اوس ددې ایپ له جوړیدو وروسته دغه ټول جنجالونه له منځه تللي دي اؤ خلک به ډیر په اسانه دخپل کور،دفتر اؤ حجرې نه دشناختي کارډونو اؤ نورو مهمو دستاویزاتو جوړولو لپاره نادرا ته رجوع کولی شي.

هغه وایي دا ایپ لا نوی دی اؤ کاروونکو ته به یې استفاده کې لا ځینې مشکلات ارو مرو وي خو وایي ښه خبره داده چې په دې ایپ کې دنظر پوښتنې یوه خانه هم ورکړل شوې ده اؤ په هغې کې دنظر ورکولو له لارې راتلونکي کې دا ایپ نورې اسانۍ هم پاکستاني وګړو ته ورکولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00