شاته

شمالي کوریا وایي یو داسې آبدوز ډرون یې آزمویلی چې اېټمي حمله کولی شي

واشنګټن - د شمالي کوریا سرکاري رسنیو نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه ملک د یو نوي آبدوز ډرون آزمایش کړی چې د اېټمي حملې صلاحیت لري او داسې ډيزاین شوی چې د دښمنانو په سواحلو باندې یوه "رېډیو اکټېو ټسونامي" جوړه کړي. شمالي کوریا د داسې یوې وسلې د آزمایش خبر ورکړی چې په ځینو برخو کې د روس د پوسیډون سُپرټورپیدو ته مشابهتونه لري.

د شمالي کوریا دا نوی آبدوز ډرون "هاییل" نومیږي او تر دې وړاندې یې په اړه معلومات موجود نه و. د شمالي کوریا سرکاري خبري ادارې ویلي، دا ډرون د هغه درې ورځېني پوځي مشق په لړ کې وآزمویل شو چې د ملک مشر کېم جونګ اون یې هدایات ورکړي دي.

د شمالي کوریا سرکاري خبرې ادارې زیاته کړې چې د دې آبدوز ډرون مېشن دا دی چې "په خفیه توګه عملیاتي اوبو ته لاره پیدا کړي او د اوبو لاندې چاودنې سره داسې یوه ستره رېډیواکټیو تسونامي جوړه کړي چې ددښمنانو جنګي بېړۍ او غټ عملیاتي بندرونه تباه کړي."

شمالي کوریا دعوه کړې چې دا آبدوز ډرون د نهې/سې شنبې په ورځ اوبو ته وغورځول شو او یو کم شپېته (۵۹) ساعته یې اوبو کې تېر کړل، او پس د یو لړ حرکاتو یې په هانګوون بې کې یو خیالي هدف په نښه کړ.

د کال ۲۰۱۹ راهېسي شمالي کوریا ګڼ شمېر نوې وسلې او سیسټمونه آزمویلي او دعوه کوي چې اکثره یې د جوهري وسلو د حمل و نقل صلاحیت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00