شاته

الیکشن کمیشن د پنجاب اسمبلۍ انتخابات وځنډول

دپاکستان الیکشن کمیشن داپریل په30مه نیټه دپنجاب اسمبلۍ لپاره کېدونکي انتخابات ځنډولې دي اؤ اعلان یې کړی دی چې اوس به دا ټاکنې داکتوبر په 8مه کیږي.

دحکومت مخالفه ګوند مشر عمران خان دالیکشن کمیشن دا پریکړه غېراییني بللې ده اؤ ویلي یې دي که چرې دالیکشن کمیشن دا پرېکړه ومنل شي نو دا به پاکستان کې دقانون واکمنۍ ختمولو ته غاړه اېښودل وي.

الیکشن کمیشن پخپله اعلامیه کې ویلي چې دپنجاب اسمبلۍ ټاکنو لپاره دامنیت وضعه غوره نه ده ځکه نو داټاکنې به په اتم اکتوبر کیږي.

اعلامیه کې ویل شوي چې حکومت پنجاب کې دانتخاباتو امنیت لپاره دپوځي ځواکونو ورکولو څخه انکار کړی اؤ هیواد کې د روان اقتصادي بحران له امله دخزانې وزارت هم له پنګو ورکولو معذوري ښکاره کړې ده.

دالیکشن کمیشن له مخې دخزانې،کورنیو چارو اؤ دفاع د وزارتونو اؤ دقانون پځائ کوونکو ادارو د رایو په رڼا کې په وخت پرامنه،بې پلوه اؤ رڼې ټاکنې کول شونې نه دي.

الیکشن کمشن په دې اعلامیه کې په 8م مارچ دانتخاباتو جاري کړل شوی شیډول بېرته اخستی اؤ دانتخاباتو لپاره یې نوې نیټه 8م اکتوبر ټاکلې ده.

دحکومت مخالفې ډلې پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیر اعظم عمران خان دالیکشن کمیشن ددې پرېکړې غندنه کړې ده اؤ دا یې دا ایین سراسري خلاف ورزي بللې ده.

په ټویټر خپل بیان کې عمران خان ویلي نن هرتن ته دعدلیې اؤ وکیلانو سره په دې هیله ودریدل پکار دي چې هغوئ به دایین حفاظت کوي.

هغه ویلي چې که چرې نن (دالیکشن کمیشن فیصله)ومنل شي نو دا پاکستان کې دقانون د واکمنۍ ختمیدل دي.

عمران خان ویلي هغه خپلې دوه اسمبلۍ په دې هېله ماتې کړې وې چې په90 ورځو کې به دایین له مخې له نوي سره ټاکنې وشي .

هغه ویلي خپلې دوه اسمبلۍ یې ددې لپاره نه وې ماتې کړې چې دایین اؤ قانون خلاف ورزۍ کوونکو فاشسټانو یوې ډلې ته د ترهګرۍ د راج مسلط کولو اجازه ورکړل شي.

دعمران خان په وینا دپنجاب اسمبلي سږکال په 14مه اؤ دخېبر پښتونخوا اسمبلي په18مه جنورۍ ماته کړل شوې وه چې له دې وروسته دغو دواړو صوبو کې دنوؤ انتخاباتو دنیټې په نه اعلانېدو سپریم کورټ له خپله انده نوټس اخستی ؤ.

سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې ویلي وؤ چې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته دایین له مخې په 90 ورځو کې دننه نوې ټاکنې کول ضروري دي اؤ الیکشن کمیشن ته یې د هیواد صدر سره په مشوره انتخاباتو لپاره دنیټې اعلانولو امر کړی ؤ.

دالیکشن کمیشن لخوا دهیواد صدر ته داستول شوي لیک په رڼا کې صدر عارف علوي په دریم مارچ پنجاب اسمبلۍ لپاره د30م اپریل نیټه تجویز کړې وه چې له هغې وروسته الیکشن کمیشن په 30م اپریل دکیدونکو ټاکنو لپاره مهال ویش هم جاري کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00