شاته

عمران خان وایي، د مرتضا بوټو په څېر یې د وژنې پلان جوړ شوی

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تور لګولی چې حکومت دپولیسو دعملیاتو په ترڅ کې دمرتضا بوټو د وژنې په څېر دخپل کور دننه دده د وژلو پلان هم جوړ کړی دی.

هغه وایي حکومت غواړي خپل سړي دده دکور مخې ته د ورټولو شوو ګوندي فعالینو لیکو ته ورننباسي،هغوئ بیا څلور،پینځه پولیس ووژني اؤ دغسې پولیس دده کور ته وردننه شي اؤ دی په الغاؤ تلغاؤ کې ووژني.

په عین حال کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله پارلیمان ته خپله وینا کې دعمران خان پلویان د وسله والو اؤ ترهګرو په نوم یاد کړي اؤ له پارلیمان یې غوښتي چې باید قانون پځاي کوونکو ادارو ته ددې وسله والو اؤ ترهګرو دقابو کولو لپاره ټول اختیارات ورکړي.

پخپله یوه ویډیوي وینا کې عمران خان ویلي دپارلیمان ګډه غونډه کې به هڅه وشي چې دده ګوند له ټولټاکنو بهر کړل شي ځکه چې مخالفین یې پوهیږي که چرې ټاکنې وشي نو دهغوئ سیاست له مینځه ځي.

عمران خان تور پورې کړو چې اسلام اباد کې عدالت ته د وړاندې کیدو پر مهال د هغه د وژنې پلان جوړ شوی ؤ اؤ دپولیسو نه ورته معلومه شوې ده چې په دغه مهال دعدالت مخې ته نامعلوم کسان دسي ټي ډي دځواکونو په یونیفارم کې ورټول شوي چې غوښتل یې دی لکه دمرتضا بوټو په څېر ووژني.

هغه وویل د وژنې دغه پلان یې شنډ شوی اؤ اوس دپنجاب اؤ اسلام اباد دپولیسو سرلښکرانو (ایي جیز) اؤ دهغوي پشا پرتو لاسونو پلان جوړ کړی چې خپل سړي دده دکور مخې ته د ورټولو ګوندي فعالینو لیکو ته ورننباسي اؤ بیا دغلته پولیس عملیات وکړي.

عمران خان وویل پلان دادی چې د دوي سړي به څلور،پینځه پولیس وولي،پولیس به بیا دده کور ته ورننوځي اؤ په الغاؤ تلغاؤ کې به دی ووژل شي.

خو هغه دخپل ګوند په فعالینو غږ وکړو چې که پولیس هرڅه کوي ،یا دده نیول وغواړي نو باید هیڅ ورته ونه نیول شي.

"دوي که تاسو هرڅومره راپاروي،هیڅ غبرګون ورته مه ښایئ،که زما پرضد نوی وارنټ هم راوړي نو کارکنان یې باید کور ته دننه راپریږدي،زه خپلو خلکو ته خواست کوم چې تاسو دچا پر وینا اشتعال کې مه راځئ"

هغه وویل ګرفتارۍ ورکولو ته تیار دی خو خپل خلک به وژنې ته ورنه کړي.

په عین حال کې پرون دپارلیمان ګډه غونډه کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله عمران خان هیواد کې داړي ګړي په جوړولو تورن کړی اؤ تور یې لګولی چې دهغه لیکو کې ترهګر اؤ وسله وال شامل دي.

رانا ثناء الله دپارلیمان نه غوښتنه کړې ده چې باید ددې ترهګرو اؤ وسله والو دقابو کولو لپاره قانون پځائ کوونکو ادارو ته ټول اختیارات ورکړي.

هغه وویل تر دې وړاندې هم عمران خان د وسله والو دلښکر سره په اسلام اباد ورختلی ؤ اؤ اوس یو وارې بیا زمان پارک کې په پولیسو ډزې شوې دي، دلیندو ګزارونه پرې شوي اؤ ګڼ شمیر پولیس ژوبل کړل شوي دي خو وایي پولیسو یو ډز هم نه دی کړی.

هغه وویل عمران خان په تېرو یوولسو میاشتو کې هره ورځ دهیواد دننه دسیاسي اؤ انتظامي بحران پیدا کولو هڅه کړې ده،دا یوه فتنه ده اؤ که مخه یې ونه نیول شوه نو هیواد ته به زیان رسوي.

خو عمران خان وایي مخالفین یې هڅه کوي چې دپارلیمان ګډه غونډه کې دده ګوند دالیکشن نه بهر کړي.

هغه پخپله وینا کې ویلي مخالفین یې پوهیږي که چرې الیکشن وشي نو دهغوئ سیاست ختمیږي ځکه نو دالیکشن وروسته کولو لپاره یې اړي ګړي ته لاس اچولی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00