شاته

بلینکن: د اپریل ترنیمایي پورې له افغانستان څخه د وتلو په اړه کانګرس ته معلومات ورکوو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دویمه) امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې یاد وزارت به د اپریل میاشتې تر نیمایي پورې کانګرس ته له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي بلینکن چې د سنا مجلس د تخصیص کمیټې په یوې استماعیه غونډه کې خبري کولې ویل اوسمهال د معلوماتو په مرور او تنظیم کار کوي څو ډاډ رامنخ ته شي چې رایجو زده شویو درسونو ته پام شوی وي.

نوموړي زیاته کړه:" زه ژمن او مطیقن یم چې دا معلومات به کانګرس ته ورکړم او دا کار به وکړو. موږ به دا کار د اپریل تر نیمایي پورې وکړو. بنا نن درته ویلی شم چې تاسې به اړین معلومات ولرئ. موږ به په راتلونکو دریو اوونیو کې دا موندنې او ددې کار د ترسره کیدو لپاره مناسب میکانیزم پیدا کړو."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډه کې ګډون وکړ چې د کانګرس غړي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه معلومات غواړي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال څو ورځې وړاندې ګواښ‌ وکړ که د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه هغوی ته لازم معلومات ورنکړي د یاد وزارت یو شمیر چارواکي به احضار کړي.

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبایډن په تګلارې نیوکه کوي.

خو ولسمشر بایډن د خپلې پرېکړې ننګه کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې د امریکا د پوځي مقاماتو او دیپلوماتانو سره له مشورې وروسته او د امریکا د ملي ګټو په اساس کړې ده.

ولسمشر بایډن همدغه راز ویلي دي چې له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام په تاریخ کې ساری نلري.

جمهوري غوښتونکو چې د روان کال په جنوري میاشت کې د امریکا د استازو مجلس اکثریت ترلاسه کړی وایي له افغانستان څخه د تخلیې جنجالي عملیاتو په اړه رونټیانشته.

د ۲۰۲۱ ګال په اګست میاشت کې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکوریدو او د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته، د امریکا په تاریخ کې د تخلیې د ستر ماموریت پرمهال په یو ځانمرګي برید ګې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون په لس ګونه افغانان ووژل شول.

پر دې سربیره په سل ګونه امریکایي اتباع او په سلګونه افغانان چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی وو، په افغانستان کې پاتې شول.

ددې خبر په جوړیدو کې د رویټرز خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی