شاته

په هندوستان کې افغان طالب علمې د سرو زرو مډال وګټلو او هغه یې د تعلیم نه محرومو افغانو جينکو ته وقف کړ

واشنګټن - یوې اووه ویشت (۲۷) کلنې افغانې پېغلې، راضیه مرادي، د هندوستان په یو کالج کې د خپلې ماسټرۍ پروګرام کې د سرو زرو مډال ګټلې دی. راضیې مرادي د وي او اې سره مرکه کې ویلي چې کله یې دا مډال ترلاسه کړ، نو د وطن یادونه یې په ذهن کې تازه شول.

هغه چې د افغانستان په بامیان ولایت کې لویه شوې ده، کله چې پخپل ولایت کې یې سبق ویلو، نو آینده ورته ډېره امید بخښونکې ښکارېدله. هغې به د ورځې کار کولو او د شپې به یې تعلیم کولو چې خپله بېچلر ډګري واخلي.

مرادي وايي: "ژوند د سکون نه ډک او معمول روان و. ښځې په آزاده توګه پوهنتون ته تللی شوې. جېنکۍ لېواله وې چې سبق ووایي. کورنیو یې ملاتړ کولو او خپلې لورګانې یې تشویق کولې چې خپلې لوړې زده کړې پرمخ بوزي."

دوه کاله وړاندې، راضیه مرادي د پبلک اېډمنسټرېشن په څانګه کې د ماسټرۍ اخېستلو دپاره، د یو سکالرشپ پروګرام د طریقه هند ته لاړه. هغه هم یو د هغو زرهاوو افغان طالب علمانو له ډلې څخه وه چې د طالبانو د اولې واکمنې د نسکورېدو (۲۰۰۱ کال) نه وروسته، په تېرو شلو کلونو کې په کالجونو او پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو دپاره هندوستان ته ولاړل.

د زیاتره دغو ځوانو طالب علمانو غوندې، د راضیه مرادي مقصد هم دا و چې د تعلیم نه پس خپل وطن ته ستنه شي او د پالیسي سازۍ په برخه کې د خپلې ډګرۍ په ذریعه، یوه دنده ترلاسه کړي او د افغانستان په ترقۍ کې ونډه واخلي.

خو کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان قبضه ولګوله، نو هرڅه یو دم بدل شول. د زیاتره نورو ښځو جېنکو غوندې، راضیه مرادي ته هم دا یره پیدا شوه چې ملک یې بېرته هغو تورو ورځو ته شاتګ کوي کوم چې یادونه یې د یو پخواني کهول په ذهن کې لا پاته و.

همدا دلیل و چې کله په دې (مارچ) میاشت کې د هندوستان د ګجرات صوبې په ویر نمرد ساوټ ګجرات یونیورسېټۍ کې راضیه سټېج ته وختله چې د خپلې ماسټرۍ پروګرام کې د اعلی نمبرو د ګټلو په خاطر د سرو زرو مډال ترلاسه کړي، نو دا هم ورته د ډېر لوی فخر شېبه وه او هم د ژور خفګان شېبه.

هغې وي او اې سره مرکه کې وویل: "زه دا کامیابي ټولو هغو ښځو ته وقف کوم چې د تعلیم دپاره هغه فرصت ورسره نشته کوم چې ما سره موجود دی. او زما غوندې جېنکۍ غواړي چې یو وخت دا فرصت په یو ډول دوی ته هم بېرته ورکړی شي. دا مډال د دې تصدیق کوي چې ښځې کولی شي هرڅه ترلاسه کړي."

مرادي وویل، هغه ځان ته د تعلیم نه محرومو افغانو ښځو د نماینده په نظر ګوري.

په ډسمبر میاشت کې، طالبانو ښځې او جېنکۍ پوهنتونونو ته د تګ نه هم منعه کړلې چې دا د هغو تعلیم باندې دویمه غټه پابندي وه. تر دې وړاندې، طالبانو د جېنکو ثانوي سکولونه هم بند کړي و، او د شپږم جماعت نه پس یې میلینونه جېنکۍ د سبق ویلو نه محرومه کړې وې.

راضیه مرادي د هند په اوتراکنډ صوبه کې د یو سمرکېمپ پر مهال. (عکس: د راضیه مرادي)
راضیه مرادي د هند په اوتراکنډ صوبه کې د یو سمرکېمپ پر مهال. (عکس: د راضیه مرادي)

په تېر یو نیم کال کې چې طالبانو په افغانستان قبضه لګولې ده، ښځې د ګڼ شمېر کارونو څخه منعه کړی شوي دي، حجاب ورباندې جبري ګرځول شوی، او حق نلري چې د یو نارینه رشته دار نه بغیر سفر وکړي. پارکونو او جېمونو ته هم د ښځو جېنکو په تګ بندیز لګول شوی دی. د طالبانو سختدریځه اسلامي ډلې په دې توګه د ښځو حقونه او آزادۍ تروړلي دي.

د راضیه مرادي غوندې افغان ښځو ته، ټول دا امیدونه چې طالبان به خپلې هغه اولې وعدې پرځای کړي او ښځو ته به آزادي ورکړي، اوس په خاورو برابر شوي دي.

مرادي وایي: "داسې احساس کوم چې دننه نړېدلې یم. هر هغه څه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې شوي و، بیا تکراریږي. په هغه امید چې زه هند ته راغلې وم، هغه تباه شو. زه د ځان دپاره کومه روښانه آینده نشم لیدلی. نه پوهېږم چې زه به وکړی شم بېرته وطن ته لاړه شم او خپله کورنۍ وګورم او که نه. دا خیالونه همیش زما زړه خوري."

کله چې افغانستان د ناکراریو ښکار و، د راضیې دپاره د ماسټرۍ پوره کول آسانه خبره نه وه. هغې سره د خپلې کورنۍ تشویش و، خو وایي کوشش یې کولو چې آرامه اوسي، ځکه څه یې د لاسه نه راتلل بغیر د دې چې د تعلیم د فرصت نه ګټه واخلي او په دې برخه کې د خپلې خوش قسمتۍ شکرګزاره اوسي.

راضیه مرادي وایي: "ما ته په کار وه چې خپله پرېشاني کمه کړم. هر ځل به چې ما د افغانستان په اړه فکر کولو، ما به ځان ته ویل، دا زما ذمه واري ده چې د دې فرصت نه چې زما د ملک له نورو جېنکو سره نور نشته، ګټه پورته کړم. نو که غواړم په آینده کې بدلون راولم، زه باید خپل تعلیم ته توجو وکړم او خپل صلاحیتونه زیات کړم."

مرادي اوس په هماغه هندي پوهنتون کې د پبلک اېډمنسټرېشن په برخه کې پخپلې پي اېچ ډي باندې کار کوي او دې برخه کې د هند حکومت د کلتوري تعلقاتو کونسل ورته یو سکالرشپ ورکړی دی.

راضیه مرادي طالبانو ته دا پیغام لري: "فکر کوم چې طالبانو ته د تعلیم نه د ښځو د راګرځولو په اړه بیا سوچ کول په کار دي. که هغوی غواړي حکومت وکړي، نو ښځې نظراندازه کولی نشي. ښځې به احتجاج وکړي، یو وخت کې به د خپلو حقونو د تحفظ دپاره ودریږي. که دا ونشوه، نو د ملک نیمه آباتي به بېکاره پاته وي."

ځانګړې ویډیوګانې

د کرمې ضلعې خلکو د سر شمېرنې په وخت د بنیادي اسانتیاو غوښتنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00