شاته

عمران خان : پاکستان کې ترهګري د امنیتي ځواکونو د بې پروایۍ له کبله ډیره شوې

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په هیواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونو ډیروالي ته په اشارې وایي چې د امنیتي ځواکونو بې پروایي د دې سبب شوې چې دا ډله بیرته منظمه او فعالیت یې ډیر شي.

ښاغلي خان چې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د پاکستان صدراعظم و او تیر کال د اپریل په میاشت کې په پارلمان کې د عدم اعتماد رایې تر لاسه کولو وروسته بې واکه شو، امریکا غږ سره په مرکې کې وویل وویل چې د ده د واکه لیرې کیدو وروسته نوي حکومت د پاکستاني طالبانو په فعالیتونو سترګې پټې کړې او همدې کار دې ډلې ته فرصت ورکړ چې بیرته ځان راټول کړي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د حکومت تر ړنګیدو وروسته د "پاکستاني طالبانو ګواښ ډیر شو او ښایي هغوي یو ځل بیا منسجم شوي وي. نو د پاکستان امنیتي ځواکونه چیرته و؟ د پاکستان استخباراتي ادارې چیرته وې؟ آیا هغوي نه پوهیدل چې طالبان بیا منسجم کیدل؟ نو د هغوي د غفلت له کبله مونږ څنګه مسؤل بلل کیدی شو؟"

په پاکستان کې تازه د تشدد پیښې ډیرې شوي. ډیری دا بریدونه د پاکستان په امنیتي ځواکونو کیږي او د کولو ادعا یې تحریک طالبان پاکستان کوي. د بریدونو دې ډیروالي د اسلام آباد او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ چې ویل کیږي د پاکستاني طالبانو سره نږدې اړیکې لري ، اړیکې هم څه ناڅه خرابې کړي.

سره لدې چې د طالبانو سرپرست حکومت د نړۍ هیڅ کوم هیواد په رسمیت ندی پیژندلی خو د پاکستان دې پخواني چارواکي په مرکې کې وویل چې پاکستان باید په افغانستان کې د هر ډول حکومت سره ښې اړیکې وپالي.

عمران خان په مرکې کې وویل چې پاکستان د افغانستان سره ۲۵۰۰ کیلو مټره ګډه پوله لري او د "کابل سره ښې اړیکې پدې معنی چې که د ترهګرۍ ګواښ موجود وي، هغوي به زمونږ سره همکاري وکړي".

پاکستاني طالبان ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې دننه د پټیدو خوندي ځایونه لري او د هماغو ځایونو څخه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو په افغانستان کې طالبان بیا دا ادعاوې نه مني او دا یې هم ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې نه د بل چا پر ضد ګټه واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آن ویلي وهر هغه څوک چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد پر ضد وکاروي، د "غدارۍ" په تور به ونیول او محاکمه شي.

ښاغلي مجاهد امریکا غږ سره په مرکې چې د سپټمبر د میاشتې په لومړیو شپو ورځو کې په کابل کې ورسره شوې وه د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ګڼې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په هغه هیواد کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ګرځیدل راګرځیدل او د فعالیت آزادي ډیره شوې وویل، "هر هغه څوک چې دلته دي، اجازه نلري چې دا ډول کړنې وکړي ځکه هغوي مونږ ته ډاډ راکړی چې بل هیواد ته به خطر نه پیښوي."

ښاغلي مجاهد پدې مرکې منلې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د امنیت ټینګول لا هم د دې ډلې د ځواکونو لپاره یوه ستونزه ده او زیاته یې کړه "ځینې داسې ځایونه شته چې لا هم زمونږ ځواکونه پکې ندي ځای پر ځای شوي او د هغوي د امنیت ساتلو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا لرو."

عمران په مرکې کې د پاکستان د حکومت د دې ادعا په هکله چې په افغانستان کې طالبان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې د اسلام آباد سره همکاري نکوي وویل، " پوهیږئ هغه څه چې ځوروونکي دي دا دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل ټول وخت بهر ته په سفرونو تیر کړی خو یو ځل هم افغانستان ته ندی تللی".

هغه زیاته کړه، " مونږ نغواړو هغه څه تکرار شي چې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۵ پورې پیښ شول چې پاکستان د افغانستان سره په پولې د ترهګرۍ څخه زیانمن کیده. زه فکر کوم مونږ پدې موقف کې نه یو چې د ترهګرۍ پر ضد بله جګړه ولرو او یوه لار یې دا ده چې کابل وهڅوو زمونږ ګډ کار وکړي تر څو وکړی شو د دې موضوع چاره په ګډه وکړو".

کارپوهان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پورې یو اړوند کس د دوشنبې د برید مسول بولي. د پاکستاني طالبانو ډله که څه هم له افغان طالبانو جلا ده خو دغه ډلې اړیکې او ډیر مشترک ارمانونه لري.

په افغانستان کې د امریکا او غربي هیوادونو د ۲۰ کلن حضور په جریان کې تل پاکستان په پټ شکل له افغان طالبانو څخه په ملاتړ تورنیده.

خو له هغه وخته چې افغان طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، له پاکستان سره د افغان طالبانو روابط د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د ډیریدو له امله ترینګلي شوي دي.