شاته

د ترکي او شام په زلزله کې د مړو کسانو شمېره د 19000 نه زیاته شوه

د ترکي او شام په زلزله ځپلو سیمو کې د ژمې په سخت موسم کې امدادي کارکونکو په زلزله کې د ړنګو ودانیو په کنډرو کې د ژوندیو خلکو د لټون کوښښونه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ هم دومداره وساتل او چارواکي وايي زلزلې دلاسه د مړو کسانو شمېره د 19000 نه زیاته شوې ده.

د قدرتي افتونو په مهال د ترکي د حکومت امدادي ادارې وویل تر 110000 پورې امدادي کارکونکي او په زرګونو ټرېکټرې او اېسکوېټرې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژوندو خلکو په لټه کې دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د 7.8 شدت لزلې د ترکي او د شام سرحدي سیمې ووهلې.

په داسې مهال چې په ترکي او د شام په زلزله ځپلو سیمو کې امدادي هلې ځلې دوام لري او امدادي کارکونکي د ړنګ شویو ودانیو په کنډرو کې د ژوندیو کسانو په تلاش کې دي، په دې مهال مړي هم راوځي او دا ډول چارواکي هره ورځ په زلزله د جاني زیان د زیاتېدو په اړه رپورټونه ورکوي.

د زیارت،‌پنجشبې، په ورځ په لومړو رپورټونو کې په ترکي کې چارواکو ویلي وو چې زلزلې دلاسه 8574 کسان مړه او د 38000 نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي.

په دمشق کې د شام حکومت ویلي لږ تر لږه 2530 کسان زلزلې دلاسه مړه شوي دي. د شام په زلزله ځپلو سیمو کې خلک د حکومت په امدادي هلو ځلو کې د سست روۍ ګیله کوي.

ورستي رپورټونه وايي په دواړو ملکونو کې زلزلې دلاسه د مړو کسانو مجموعي شمېره د 19000 نه زیاته شوې ده.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د زلزلې مرکز، د غازي عینتاب ښار او د شام سرحد سره نژدې د هېواد د زلزلې ځپلې سيمې دوره وکړه. هغه وویل داسې ډول افت دپاره تیاری ممکن نه دی خو حکومت به د ټولو زلزله ځپلو خلکو خیال کوي.

د شام په حلب ښار کې زلزلې دلاسه قریباً 100000 کسان بې کوره شوي دي
د شام په حلب ښار کې زلزلې دلاسه قریباً 100000 کسان بې کوره شوي دي

ځینې خلک د زلزلې وروسته په امدادي هلو ځلو کې په سست روۍ مایوسي څرګندوي. د ترکي په هتی کلي کې یو تن چې ښځه او دوه ماشومان يې د ملبې دلاندې دي، د وي او ای ترک څانګې ته وویل چې سیمې ته امداد په رسولو کې دوه ورځې وخت لګېدلی دی. هغه وویل خلکو سره د څښلو اوبه هم نشته. په هتی کې د 3000 نه زیات کسان مړه شوي دي.

په داسې حال کې چې په زلزله کې د وران شویو ودانیو نه اوس هم ژوندې خلک راویستل کېږي، مطبوعاتي رپورټونه وايي، امدادي کارکونکي الات او تجربه نه لري او په ځینو موقعو د ملبې د لاندې نه د خلکو اوازونه هم اوري خو امداد ته يې کارکونکي نه شي رسېدلی.

په هتی کې د ترک څانګې سره خبرې کونکي تن وویل چې اوازونه اوري چې "پلاره ما بچ کړه" خو څه کولی نه شي. "مایوسه یم. زه هېڅ نشم کولی. زه صرف انتظار کوم. هلته لاړ شم بیا راشم."

په کال 2011 کې په جاپان کې زلزلې دلاسه تر 20000 پورې کسان مړه شویو وو. د ترکي او د شام زلزله د دغې زلزلې نه پس د دنیا تر ټولو لویه زلزله ده.

ترک صدر اردوان په ملک کې د اووه ورځ ماتم او په زلزله ځپلو 10 صوبو کې يې د بېړني حالت اعلان کړی دی.

شام او ترکي ته د دنیا د مختلفو ملکونو نه امداد او امدادي ډلې رسېدلي دي.

په ترکي کې چارواکو ویلي د ملبې نه د 8000 نه زیات کسان ژوندي راوېستل شوي دي. زلزلې دلاسه بې کوره شویو خلکو په جوماتونو، د لوبو په سټېډیمونو او په شاپنګ مالونو کې پناه اخیستې ده.

د متحده قومونو یو چارواکي ویلي په شام کې د 10 مېلین نه زیات خلک زلزلې متاثر کړی دي.

المصطفا بن الامعلا دمشق نه په نیویارک کې د متحده قومونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته د وډیو کانفرنس دلارې وویل په شام کې د تېرې یوې لسېزې د خانه جنګۍ له امله د 15 مېلین نه زیاتو خلکو بشری امداد ته ضرورت لرلو "نو اوس دا د بحران دپاسه بحران دی."

د شام د حلب ښار دریمه برخه کورونو تباه شوي، په نتیجه کې يې قریباً 100000 کسان بې کوره شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر، د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00