شاته

د هند حکومت خلکو ته ويلي د ويلنټاينز په ورځ غواګانو ته غاړې ورکړئ

واشنګټن ــــ د هند حکومت د څارویو د خسمانې محکمې خلکو ته اپيل کړی چې دا کال دې ويلنټاينز ډې یا د مینانو ورځ غواګانو ته په غاړه ورکولو ولمانځي چې هندي اقدار راژوندي شي.

د هند د ځناورو د خيرښېګړې بورډ ويلي غواګانو له غاړې ورکول به جذباتي شتمني راوړي او د خلکو شريکې خوشحالۍ به زياتې کړي.

هندو مذهب پاله څوک چې د غوا عبادت کوي په دې باور لري چې د غرب د ويلنټاينز ورځ د هندوپاله قدرونو خلاف ده.

په تېرو کلونو کې سخت دريځه هندوانو د کارډونو د خرڅ په دوکانونو حملې کړې وې او کارډونه او تحفې يې سوځولي وو.

هغه جوړې چې لاس په لاس کې د خوراک ځايونو لا پارکونو ته تلل يې له دې کبله منع کړې وې چې ويلنټاينز ورځ لمانځل جنسي ازادي زياتوي.

توندلارې ډلې لکه شېو سېنا او بجرنګ دل وايي داسې ګامونه د هندو مذهب پېژندګلو بيرته راوړي.

ځوان او تعليم يافته هندوان د مذهب نه پرته په دې ورځ په ګڼ شمېر کې پارکونو ته ځي، يو بل ته تحفې ورکوي او پارټيانې کوي چې ويلنټاينز ولمانځي.

دا ورځ لکه د نورو هندي روايتي ورځو د 1990 د لسيزې نه په دې خوا لمانځي په کومه لسيزه کې چې هند د اقتصاد د ازادۍ عمل شروع کړی وو.

د وزیراعظم نرېندرا مودي په مشرۍ د هند قامپاله حکومت هندو ايجنډا په مخ وړي چې د روايتي سيکولر ټولنې په ځای مذهب ته لاسبری ورکړي.

د هند په نیزدې 1.4 اربه ابادۍ کې نیزدې 80 فیصده خلک هندو مذهب منونکي دي، مسلمانان 14 فیصده حسابيږي او عيسايان، سکھان، بدهايان او جين مت په ټوله شپږ فيصده شمارل کيږي.

غوا د هندوانو په نفسياتو کې سمه اخښل شوې ده او ځينې مذهب پالان يې د ډېر احترام نه مور هم بلي.

ډېرو ايالتونو د غواګانو په حلالولو بندېز لګولی. د ځناورو د خسمانې بورډ خلکو ته ويلي په څوارلسمه فرورۍ بهر ته ووځئ او په عملي توګه غواګانو له غاړې ورکړئ.

يو سياسي څېړنکار نېلنجن موخوياډيي دې پيغام ته لېونتوب او د عقل خلاف کار ويلی.هغه وايي:

“د دې بدمرغه اړخ دا دی چې په دې اوس سرکاري مهر ولګېدو. دې د مذهب او رياست ترمنځ يوه بله کرښه ورانه کړه. دا ډېر د زړه ماتي عمل دی. اوس رياست هغه څه کوي کوم چې سياسي او مذهبي ډلو غوښتل”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00