شاته

ملاله یوسفزۍ: پاکستان کې به ټولو سیاسي اؤ مذهبي مشرانو ته دطالبانو پرضد را یوځای کیدل وي

دنوبل جایزه ګټونکې دجینکو دتعلیم وتلې پښتنه مبارزه ملاله یوسفزۍ وایي پاکستان کې دامن له خاطره به دطالبانو پرضد رایوځای کیدل اؤ هغوي ته ویل وي چې په اسلام کې ترهګري هیڅ جواز نه لري.

دپاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره خبرو کې ملاله یوسفزۍ ویلي پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکي تندلاریتوب پرضد باید ټول سیاسي اؤ مذهبي مشران په یوه لیکه ودریږي اؤ د ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ترڅنګ طالبان هم وغندي.

هغې ویلي داسلام په نوم دتندروه فکر لرونکو پرضد ګډه مبارزه د وخت ضرورت دی اؤ ټولو ته به دطالبانو پرضد یو موټی کیدل اؤ دا ویل وي چې اسلام کې دترهګرۍ جواز نه شته.

هغې ویلي" طالبان باید پرې نه ښودل شي چې زمونږ روایات،اقدار اؤ اسلام نه ناسمه استفاده وکړي"

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو کې دپاکستان دمستقل استازي منیر اکرام لخوا افغانستان کې دجینکو په تعلیم دلګول شوي بندیز په اړه بیان ته خپل غبرګون کې ملاله یوسفزۍ پخپل یو مضمون کې لیکلي وؤ طالبان یوه ډله ده، او دې ډلې پښتون قام ته ډېرې سختۍ راوستي دي.

هغې لیکلي وؤ"د یوې ترهګرې ډلې د لاسه چې ماغزه یې بدل کړی شوي (برېن واش شوي) په افغانستان او پاکستان کې پښتنو د وهل کېدو، بېځایه کېدو، او مرګ کړاوونه ګاللي دي"

ملاله په کال2012م کې طالبانو هغه وخت په سوات کې په ډزو ویشتې وه چې د سکول په ګاډي کې د نورو جینکو سره روانه وه.

هغه دغه برید کې په سر ويشتل شوې وه خو بچ پاتې شوه.

په ملاله یوسفزۍ شوی برید په ګرده نړۍ کې په پراخه کچ غندل شوی ؤ.

ملالې ته له دې وروسته په نړیواله کچه ګڼ شمیر اېوارډونه ورکړی شوي او په کال 2014 م کې يې د هند کيلاش سيتهيارتي سره په ګډه د سولې نړیواله جايزه نوبېل هم ګټلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00