شاته

د روغتیا نړیواله اداره: سږ کال په افغانستان کې 28.3 میلینه کسان بشري او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

واشنګټن ـــــ د روغتیا نړیواله اداره وایي په روان کال کې به د افغانستان د ابادۍ په درو کې دوې برخې خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري، بل لور ته ملګري ملتونه وایي په دې کال کې 13.8 میلینه افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.

په 2022م کال کې ملګرو ملتونو د هغو خلکو شمېر 24.3 میلینه ګڼلی وو چې مرستو ته یې اړتیا لرله، خو سږ کال دا شمېر 16 فیصده زیات شوی دی او وایي 28.3 میلینه خلکو ته باید بیړنۍ مرستې ور رسول شي.

ډبلیو ایچ او د 2023م کال لپاره په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې سږ کال به په افغانستان کې 17.6 میلینه کسان د روغتیا په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري چې وایي په هغوی کې 53 فیصده ماشومان دي.

وایي په دغو کسانو کې چې باید بیړنۍ روغتیایي مرستې ورسره وشي پینځه میلینه په ښاري سیمو کې اوسېږي او 12.6 میلینه کسان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي:

"په کلیوالو سیمو کې د روغتیا خدمتونو ته د لاسرسي په لاره کې لوی خنډونه دي، ورسره د خلکو د بې ځایه کېدو او ښارونو ته د کډه کېدو زیاتوالي هم پر موجوده روغتیایي خدماتو فشار زیات کړی دی".

د روغتیا نړیواله اداره وایي په افغانستان کې به له پېچلي انساني حالت سره سره جې د خلکو روغتیایي خطرونه یې دوه چنده کړي دي د خپلو روغتیایي‌ همکارانو په مرسته به په دې هېواد کې بشري خدمتونه روان وساتي.

بل لور ته د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي په روان 2023م کال کې به په افغانستان کې 13.8 میلینه یعنې یو کروړ 38 لکه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې په غیرسرکاري ادارو کې له کاره د ښځو منع کول د بنیادي بشري حقونو او د انساندوستۍ د لومړنیو اصولو خلاف کار دی:

"دا کار دوی [افغانې ښځې او نجونې] د خوړو، اوسېدنې او ژغورنې د نشتوالي له خطر سره مخ کوي".

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان بیا د وسلو په زور واکمن شوي پر ښځو یې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي دي چې له کبله یې د بشري حقونو د تنظیمونو په وینا د هغوی ولسي ژوند زیات له محدود شوی او له ستونځو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي‌ د ښځو د حرکت، کار او تعلیم حقونه محدودول د بشردوستانه مرستو د کارکوونکو او فعالینو پر وړتیا ناوړه اغېزه کوي او هغوی نه شي کولای په اسانۍ ښځو او نجونو ته ورسیږي.

دا اداره وایي په افغانستان کې د 10 فیصده کورنیو مشري د ښځو پر غاړه ده، وایي د ښځو په مشرۍ کورنۍ د ژوند ژغورنې د مرستو د نه تر لاسه کولو له خطر سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00