شاته

زلنسکي د يورپي اتحاد پارلمان ته ويلي اوکراين به فتح مومي او د يورپ سره به يو ځای کيږي

واشنګټن ـــ د يورپي اتحاد مشرانو د اوکراين د ولسمشر ولاډيمير زلنسکي د يورپ په سفر کې تود هرکلی کړی. زلنسکي د نورو وسلو غوښتنه کړې چې د روس د يرغل مقابله پرې وکړي او د اتحاد د غړيتوب د پاره يې خبرې اترې پيل کړي.

په برسلز کې يورپين پارلمان ته په خپله وينا کې زلنسکي د يونين د مشرانو مننه وکړه چې د هغه د هېواد مرسته يې روانه ساتلې او ويلي يې دي چې د روس سره په جنګ کې به اوکراين فتح مومي او ملک به يې د يورپين يونين برخه جوړيږي.

د يورپين پارلمان مشرې روبرټا مېټسوله په خپله وينا کې وويل هغه د زلنسکي د نورو مرستو غوښتلو ملاتړ کوي. هغې وويل:

“مونږ ته معلومه ده ستا خلکو د يورپ د پاره قربانۍ ورکړې او مونږ بايد دې ته احترام تش په الفاظو کې نه بلکې په عملي توګه ورکړو”.

هغې وويل کومې جنګي الوتکې چې زلنسکي د خپلې ازادۍ ساتلو د پاره غوښتي هغه ډېرو يوه عامه خبره ګڼلې او په يورپين يونين يې غږ وکړو چې عملي ګامونه پورته کړي. اغلې مېټسوله وويل:

“ته بايد جنګ وګټې او د يونين غړو هېوادونو له پکار دي چې زر تر زره دې لرې ويشتونکې نظامونه او جنګي الوتکې درکړي چې خپله ازادي پرې وساتې.

زلنسکي وويل د ملګرو په مرستو د اوکراين خلک د دې دور د ټولو غټ ضد يورپ قوت نه خپله دفاع کوي.

د یورپي اتحاد د خارجه چارو مشر جورف بورل هم دا تايید کړه چې يورپين يونين پلان لري اوکراين ته نورې پوځي مرستې ورکړي.

زلنسکي د پارلمان وينا ته د فرانس د ولسمشر ايمونويل ميکران په ملګرتيا کې تللی وو او که چرې امنيت اجازت ورکړه نو ممکن ده چې هغه د 27 هېوادونو د بلاک غونډې ته وينا وکړي او د ټېنکونو، جنګي جهازونو او ميزايلو غوښتنه وکړي.

د اوکراين مشر د يورپ د درېو هېوادونو په سفر دی. اوکرايني چارواکي وايي امکان لري چې دوی د روس د يرغل د کال په پوره کېدو په 24 فرورۍ خوا و شا د اوکراين په ختيځ کې نوې حملې وکړي.

زلنسکي لندن ته هم سفر وکړو چې د برتانيا د خلکو د مرستو مننه وکړي او پيش ګويي يې وکړه چې اوکراين به د روس خلاف جنګ ګټي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00