شاته

څيړونکي: د سختدريځۍ او ترهګرۍ د مخنيوي دپاره په تعلیمي نصاب کې بدلون پکار دی

څيړونکي او د تعليمي چارو پوهان وايي په ټولنه کې د سختدريځۍ او ترهګرۍ مخنيوي لپاره بايد د قامي پاليسۍ ترڅنګ د عصري او غېر عصري علومو په نصاب کې بدلون راوستل شي او بايد په تعلیمي نصاب کې هغه مواد شامل کړی شي چې په خلکو کې د امن او زغم سوچ پېدا کړي.

د پېښور پوهنتون د سوشيالوجې څانګې استاز ډاکټر ظفر خان وي او اې ډيوه ته وايي چې په موجوده نصاب کې داسې مواد شتون لري چې په ټولنه کې د تندروۍ او کرکې خورولو سبب جوړېږي.

" په نصاب کې يا خو د ژبې په لحاظ سره د يو بل نه نفرت پيدا کوي، يا نور نظرياتي يعني ايډيالوجيکل مسلو نه نفرت پيدا کېږي نو داسې الفاظ پکې موجود دي، داسې الفاظ چې هغه د ښځو خلاف کارول شوي دي چې هغې ته مونږه ګورو نو په ساينسي توګه نه دي پکار چې هغه په نصاب کې استعمال کړی شي."

تعليمي چارو پوهان وايي په لومړي ځل نصاب کې د جنګي اتلانو په اړه مواد په کال 1965 کې د پاکستان او هند ترمنځه شوي جنګ وروسته شامل کړی شوي وو.

دوی زياتوي د سکولونو او مدرسو په نصاب کې تر ټولو زيات جنګي مواد د افغان جهاد په نوم د جنرل ضياالحق په دور کې شامل کړل شوي وو چې د سخت دريځۍ او جنګي اقتصاد په شکل کې يې اثرات اوس هم په ټولنه کې ليدل کېږي.

د خېبرپښتونخوا د چارسدې د باچا خان پوهنتون پخوانی مشر پروفېسر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي "چې څنګه کورس جوړ شو، څنګه سلېبس جوړ شو، څنګه مدرسې، سکولونه او پوهنتونونه جوړ شول د جنګي موادو لپاره نو اخر ته يې نتيجه دا راوتله چې دا ټول څيزونه په جنګي اقتصاد کې بدل شول کوم چې هغه شان دوام کوي."

نوموړي زياته کړه چې فرقه واريت ته وګورئ چې په کومه طريقه دی، هغه وايي د جماعت نه تر مندره، مندر نه تر ګوردوارې او د ګوردوارې نه تر امام باړې پورې يوځای هم خوندي نه دی.

څيړونکي وايي په بلوچستان او قبايلي سيمو کې مخ په زياتېدونکو وسله والو بريدونو او د جنورۍ په 30مه د پېښور پوليس لاين دننه په جماعت کې شوي خونړي بريد وروسته چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانۍ تګلاره کې د بدلون په اړه د پارليمان دننه او بهر کومې غوښتنې کېږي د هغې ترڅنګ په نصاب کې هم بدلون کول مهم دي.

ښاغلی مروت وايي، چې د مثبتو نتيجو لپاره چې کوم موجوده سلېبس دی په هغې او کتاب کې بدلون پکار دی، دې لپاره غونډې، مشورې او مکالمې پکار دي.

خو په خېبر پښتونخوا کې د درسي کتابونو د بورډ چارواکي وايي چې د نصابي کتابونو د ترتيب کولو او د چاپ پرمهال د دې خبرې زيات خيال ساتلی کيږي چې هغه مواد په کتابونو کې چاپ نه شي کوم چې د سختدريځۍ، عدم برداشت او په ټولنه کې د امننيت خربېدو سبب ګرځي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00