شاته

کراکر: طالبان د افغانستان د اداره کولو توان نلري

افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، چې په افغانستان کې په تیرو ۱۷ میاشتو کې د طالبانو واکمنۍ دا ثابته کړه، چې دا ډله په دغه هیواد کې د یوې موثرې حکومتدارۍ او د امنیت د ټینګیدو توان نلري.

ښاغلي کراکر امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې کابل کې د ځینو هیوادونو د سفارتونو بندیدل د امنیت په ټینګیدو کې د طالبانو د ناتوانۍ په توګه یادکړل.

ښاغلي کراکر وویل: " هغوی[طالبان] د خلکو امنیت د ټینګیدو د تضمین توان نلري او نشي کولی په هیواد کې د بهرنیو سفارتونو امنیت وساتي. د همدې له امله مونږ د سفارتونو د بندیدو شاهدان یو. دغه سفارتونه په دې صورت کې، چې مصونیت یې په خطر کې وي د طالبانو سره معامله نشي کولی... اوس نړۍ پوهیږي، چې دا ډله په دې هیواد کې د رهبرۍ او حاکمیت ظرفیت نلري".

په دې وروستیو کې کابل کې د سعودي عربستان سفارت ته نږدې سرچینو وویل، چې د امنیتي اندیښنو له امله ددغه سفارت دیپلوماتان له افغانستان څخه وتلي دي.

د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت باندې په یو برید کې، چې هدف یې د سفارت شاردافیر ښودل شوی و، ددغه سفارت یو امنیتي ساتونکی ټپي شوی و.

افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر وویل، چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته دغې ډلې پاکستاني طالبان د بریدو زیاتیدو ته هڅولي دي. هغه وویل: " هغوی [پاکستاني طالبانو] د همدې مسلې څخه الهام اخیستی دی ترڅو د پاکستان حکومت نسکور کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې میاشتې په سرکې پاکستان او خپلو نورو نړیوالو شریکانو سره د افغانستان په اړه د سلامشورو لپاره پاکستان او څو نورو هیوادونو ته د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د سفر خبر ورکړی و.

ښاغلي کراکر پاکستان ته د توماس ویسټ د سفر په اړه وویل: " مونږ د جوبایډن د حکومت د پریکړو د پایلو سره مخ یو، چې افغانستان مو پریښود او طالبانو ته مو په لاس کې ورکړ. ددې سربیره طالبان، چې د خلکو سره کوم چلند کوي او د هغوی په وینا بریا ددې سبب شوې، چې اسلامي وسله وال غورځنګونه وهڅول شي او لا زیات فعال شي،چې د همدې له امله دا کار په پاکستان کې کیږي. مونږ د پاکستاني طالبانو د بریدونو شاهدان یو ...په همدې اساس فکر کوم ښاغلی ویسټ به د نورو مسلو ترڅنګ په دې مسله هم خبرې کړي وي، چې مونږ څنګه ددغه هیواد په سرحدونو کې د ګواښونو پر وړاندې د پاکستان په څنګ کې ودریږو. دا ګوښونه شته او ممکن، چې نور هم زیات شي".