شاته

ویسټ: د طالبانو سیاستونه میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر ګواښي

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ سویس ته د سفر په ترڅ کې د کډوالۍ او روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو له استازو سره لیدلي او ویلي یې دي چې د طالبانو سیاستونه په دغه هیواد کې د مرستې رسونې بهیر کمزوری کوي.

تامس ویسټ د یکشنبې په ورځ فبرورۍ پنځمه (سلواغې ۱۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو سیاستونو په اړه خبرې کړي او د هغه په خبره، هغوی دې پایلې ته رسېدلي چې دغه سیاستونه په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د مرستې رسولو بهیر ګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې افغانستان له یوه بېساري بشري بحران سره مخ دی او د دغه هیواد ۱۷ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به ۲۸.۲ میلیون افغانان د (افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري، ځکه چې دغه هیواد څو کلنۍ وچکالۍ او د دوو کلونو راپدېخوا له اقتصادي زوال سره مخ دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې په جینوا کې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي استازولي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي سره په اړیکه کې ده.

د هغه په خبره په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو سره، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، باید د ښاغلي بنیت د کار، او راپورونو څخه ملاتړ وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه (سلواغې نهمه) له خپلو شریکانو سره د سلا مشورو په هدف پاکستان، جرمني او سویس ته د ښاغلي تامس ویسټ د سفر خبر ورکړ.

د دغه وزارت په وینا چې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازبه د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې له دغه هیوادونو او امریکا له شریکانو سره پر مشورو سر بېره، له افغانانو او مرسته رسوونکو بنسټونو سره هم "په افغانستان کې د امریکا د مشترکو ګټو" په اړه هم خبرې وکړي.

ښاغلي ویسټ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو او افغان مېرمنو سره تر لیدنو وروسته ویلي و چې په افغانستان کې ښځې او نجونې "له زیاتو ذهني او روانۍ" ستونزو سره مخ دي.

هغه د طالبانو حکومت تر حاکمیت لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې ویلي و چې ښځې او نجونې په کورنو کې بندې دي او بېله دې چې په ازاده توګه حرکت وکړي او یا زده کړې وکړي، سخت ذهني او روانې فشارونه تجربه کوي.