شاته

امريکا د ګوانتنامو بی پاکستانی قيدي ماجد خان بيليز جزيرې ته ولېږلو

د امريکا محکمه دفاع ويلي چې د ګوانتنامو بی به زندان يو قيدي ماجد خان د بيليز جزيرې حکومت ته حواله کړی شوی دی.

ماجد خان په کال 2012 کې مليټري کميشن ته منلي وو چې قصوروار دی خو بيا د پلي ايګريمنټ د شرطونو په ترڅ کې ماجد خان د امريکا د حکومت سره د مرستې کولو ژمنه کړې وه.

هغه ته د لس کاله نه زياته سزا اورولې شوې وه چې ماجد خان پوره کړې ده.

د امریکې د دفاع وزارت د زيارت/پانچ شنبې په ورځ په خپل پرېس ريليز کې وویل چې د دفاع وزير اسټن کانګرس ته په 22 ډيسمبر کال 2022 کې ويلي وو چې اراده يې ده ياد قيدي د بيليز حکومت ته ورکړي.

د دفاع وزارت په بيان کې ويلي شوي چې د بيليز د شراکت دارانو په مشوره په ذمه دارۍ سره د ماجد خان د منتقلۍ چارې سر ته رسولي دي.

د پینټاګان د بيان تر مخه امريکا د بيليز حکومت او نورو شراکت دارانو د ملګرتيا د کوښښونو ستاينه کوي چې د قيديانو په شمېر په ذمه دارانه توګه په کمولو کې مرستې کوي چې په پايه کې به يې هدف د ګوانتنامو بی بندول وي.

دا وخت د ګوانتنامو بی په ودانۍ کې 34 بنديان پاتې دي چې شل پکې د منتقل کولو جوګه دي او درې نور قيديان په دمه دمه د بيا کتنې بورډ ته د پيښ کولو اهل دي.

نهه نور قيديان د پوځي کميشن د طريقه کار نه تېريږي او باقي دوو ته پوځي کميشن سزاګانې اورولې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00